Language

د پکتیا د احمد ابا ولسوالۍ امنیه قوماندان وژل شوی

ګردېز (پژواک، ١٣ وږى ٩٨): د پکتيا امنيتي مسوولين وايي چې د دغه ولايت د احمد ابا ولسوالۍ امنيه قوماندان په ماین چاودنه کې وژل شوى دى.

د پکتيا د امنیې قوماندانۍ ویاند سردار ولي تبسم د وږي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د احمدابا ولسوالۍ امنيه قوماندان څارمن محمد سرور حسن خېل د ماین چاودنه کې وژل شوى دى.

هغه زياته کړه چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا لس نيمې بجې د نوموړي پر موټر د چسپکي ماین چاودنې له امله رامنځته شوه.

تبسم وايي: ((چاودنه د چسپکي ماين وه چې په نتيجه کې يې متاسفانه قوماندان او يو ساتونکى وژل شوي دي.))

بل لور ته د دې پېښې مسووليت وسله والو طالبانو منلى دى.

د یادې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو تېره شپه د احمد ابا ولسوالۍ په سلام خېلو سيمه کې د دې ولسوالۍ د امنيه قوماندان پر موټر تاکتيکي بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې امنيه قوماندان حسن خېل له خپلو شپږو ساتونکو سره وژل شوى او موټر يې له منځه تللى دى.

د يادونې ده، محمد سرور حسين خېل له تېرو درېیو کلنو راهیسې په یاده ولسوالۍ کې د امنیه قوماندان په توګه دنده ترسره کوله.

login or register a new account.