Language

چارواکي: د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې اته طالبان وژل شوي

کندوز ښار (پژاوک، ١٣ وږى ٩٨): د کندوز امنيتي چارواکي وايي چې د امام صاحب ولسوالۍ په روانه جګړه کې تېره شپه اته وسله وال طالبان وژل شوي او ١٦ نور ټپيان شوي دي.

درې ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د کندوز پر امام صاحب ولسوالۍ ډله ييز بريدونه پيل کړي چې تر اوسه جګړه روانه ده.

په دې اړه د ٢١٧ پامير قول اردو مرستيال وياند هادي جمال د وږي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د امام صاحب ولسوالۍ پر ودانۍ ډله ييز بريد وکړ چې له کلک مقاومت سره مخ شو.

دى وايي چې په دې جګړه کې اته وسله وال طالبان وژل شوي او ١٦ نور ټپيان دي.

د جمال په وينا، مرستندوی ځواکونه هم امام صاحب ته رسېدلي او په زيانمنونکو سيمو کې ځاى پر ځاى شوي دي.

خو يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې د تېرې شپې په جګړه کې يو امنيتي سرتېرى وژل شوى او څلور نور ټپيان شوي دي.

په ورته وخت کې د امام صاحب ولسوال محبوب الله سعيدي پژواک ته وويل چې له تېرو درېيو ورځو راهيسې طالبانو پر دې ولسوالۍ ډله ييز بريدونه پيل کړي چې د امنيتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ دي.

ده زياته کړه: ((بېګاه يې د ولسوالۍ پر مقام بريد وکړ چې پر شا وتمبول شو خو زه له حکومتي مسوولينو غواړم چې دې ولسوالۍ ته ځانګړې پاملرنه وکړي.))

همدارنګه د امام صاحب اوسېدونکي سيف الله پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې د پرله پسې جګړو له امله ګڼ شمېر کورنۍ کندوز ښار او نورو سيمو ته کډه شوې دي.

ده زياته کړه: ((درې ورځې کېږي سخته جګړه روانه ده، هېڅ خوب نه لرو، ماشومان او ښځې ټول ويرېږي، حکومت بايد زموږ غم وخوري.))

بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، د تېرې شنبې په شپه وسله والو طالبانو پر کندوز ښار ډله ييز بريدونه وکړل چې له امله يې د ملکي وګړو په ګډون لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

login or register a new account.