پلخمري (پژواک، ١٤ وږى ٩٨): امنيتي مسوولين وايي چې په بغلان کې د دغه ولايت لپاره د طالبانو د نومول شوي والي په ګډون ٤٣ طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي، خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.
په شمال زون کې د ٢١٧ پامير قول اردو له لوري د وږي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له تېرې ورځې راهيسې د بغلان په ناامنو سيمو کې ځمکني او هوايي عمليات ترسره شوي دي.
د سرچينې په حواله، په دغو عملياتو کې تر اوسه د بغلان لپاره د طالبانو د والي مولوي عبيدالله، د شمال زون لپاره د طالبانو د استخباراتو مسوول قاري عبدالرحيم او د مرکزي بغلان ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ولسوال عزيز حقيار په ګډون ٤٣ طالبان وژل شوي او ٣٠ نور ټپيان شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې د عملياتو په ترڅ کې په پلخمري ښار کې د طالبانو د سوق او ادارې شپږ مرکزونه هم له منځه وړل شوي دي.
دغه راز د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت هم پژواک ته وويل چې د تېرې شپې په عملياتو کې د طالبانو د والي په ګډون ٦٠ طالبان وژل شوي دي.
بشارت وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې د بغلان- کندوز لويه لار د ترافيکو پرمخ پرانيستل شوې خو د تېلو ټانکرونو د سوځېدو له امله د پلخمري- مزارشريف لار تر اوسه بنده ده.
ده زياته کړه: ((د پلخمري- مزار لويې لارې د خلاصون لپاره زموږ عمليات دوام لري او ډېر ژر به دغه لار هم د مسافرينو پر مخ پرانيستل شي.))
خو بل لور ته وسله وال طالبان بيا يادې څرګندوې ردوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د بغلان لپاره د طالبانو والي نه دى وژل شوى او دا مهال په دغه ولايت کې جګړه رهبري کوي.
هغه زياتوي چې له تېرې شپې راهيسې طالبانو له حکومتي ځواکونو ډېرې سيمې او پوستې نيولې او درنه مرګ ژوبله يې هم ور اړولې ده.
د يادونې ده، له تېرو څلورو ورځو راهيسې د بغلان په مرکز پلخمري او نورو سيمو کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ سخته جګړه روانه ده او دواړه لوري يو بل ته ذ درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP