Language

د نظرپوښتنې ډېری ګډونوال: د سولې خبرو ترڅنګ پر ټاکلي وخت ټاکنې هم غواړو

کابل (پژواک، ١٤ وږی ٩٨): د نظر پوښتنې له مخې، په نظر پوښتنه کې د ملي شورا ۷۱ سلنه غړو د سولې بهیر د دوام ترڅنګ پر ټاکلي وخت د ټاکنو ترسره کېدو غوښتنه کړې او ۸۰ سلنو د جمهوري نظام پر ساتنه ټینګار کړی دی.

دغه راز یاده نظرپوښتنه په ډاګه کوي چې د سروې ۴۲ سلنه ګډونوال د سولې بهیر پر وړاندې د حکومت له دريځ او چلند سره بشپړ مخالف، ۲۰ سلنه مخالف، ۲۶ سلنه موافق او ۱۲ سلنه بشپړ موافق دي.

په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې د پارلمان برخې تحلیلګر نورالله صفايي نن د یادې سروې موندنو د وړاندې کولو پر مهال وویل، په دې سروې کې د ملي شورا ۱۷۱ غړو چې ۱۳۷ یې نارینه او پاتې ښځې دي، ګډون کړی دی.

د ده په خبره، په ګډونوالو کې ۱۳۱ د ولسي جرګې او ۴۰ نور د مشرانو جرګې غړي دي. دی وايي چې یاده سروې په حضوري ډول ترسره شوې او ګډونوالو یې ۱۴ پوښتنو ته ځوابونه ورکړي دي.

د نوموړي په خبره، په دې سروې کې چې د ولسمشرۍ ټاکنو او سولې بهیر په اړه ترسره شوې د ملي شورا ټولو غړو ګډون کړی، خو د شورا د غړو د بوختیا لپاره فیفا له ټولو سره په خبرو بریالۍ نه شوه.

ولسمشرۍ ټاکنې

ټاکل شوې ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شي.

د سروې پایلې ښيي چې ۷۱ سلنه ګډونوالو ویلي چې ټاکنې دې پر ټاکلي وخت وشي او د سولې پر بهیر دې هم کار وشي، ۲۷ سلنه ویلي چې ټاکنې دې و ځنډېږي او پر سوله دې تمرکز وشي خو پاتې نورو ویلي چې په دې تړاو نظر نه لري.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د سروې ۵‍۱ سلنه ګډونوال پر ټاکلي وخت د ولسمشرۍ ټاکنو له ترسره کېدو سره بشپړ موافق دي، ۲۴ سلنه نبستا موافق دي، ۱۹ سلنه مخالف او پاتې نورو په دې اړه نظر نه دی ورکړی.

صفايي وايي، د سروې ۵۹ سلنه ګډونوالو ویلي چې ټاکنې به پر ټاکلي وخت ترسره شي خو پاتې نور باور لري چې ټاکنې نه ترسره کېږي.

منبع مى افزايد که ٥٥ درصد پاسخ دهنده گان انتخابات پيش رو را غيرسالم و متباقى سالم خوانده اند.  

login or register a new account.