تعقيبي- پل علم (پژواک، ١٤ وږى ٩٨): د لوګر امنيتي چارواکي وايي چې په مرکز پل علم کې د موټربم بريد له امله څلور ملکي وګړي وژل شوي او ١١ نور ټپيان دي.
په لوګر کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال عبدالمتين حسن خېل د وږي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه نيمه بجه په مرکز پل علم کې پر عمومي سړک د موټربم بريد وشو.
هغه وايي چې په دغه بريد کې د ملکي وګړو څلور سراچه موټر له منځه تللي چې په ترڅ کې یې څلور ملکي وګړي وژل شوي او ١١ نور ټپيان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د لوګر د والي وياند ديدار لونګ پژواک ته ويلي چې دغه بريد د څلورمې پلې لوا په دروازه کې شوى دى.
بل لور ته د دغه بريد مسووليت وسله والو طالبانو منلى دى.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې نن له غرمې وروسته د لوګر د مرکز اړوند د پادخواب په سيمه کې پر بهرنيو او کورنيو ځواکونو موټربم بريد شوى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې ګڼ شمېر بهرني او کورني سرتېري وژل شوي او موټر يې له منځه تللي دي.
د يادونې ده، نن له غرمې مخکې د کابل ښار په شش درک سيمه کې هم موټربم بريد وشو چې په ترڅ کې یې لس ملکي وګړي وژل شوي او له ٤٠ ډېر ټپيان شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP