کابل (پژواک، ١٤ وږى ٩٨): امريکايي رسنيو خبر ورکړى چې د امریکا د بهرنو چارو وزیر مايک پومپيو له طالبانو سره د سولې هوکړه ليک له لاسليکولو انکار کړى دى.
ټایمز مجلې د ځینو امریکایي او افغان چارواکو له قوله چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کړې، لیکلي، په داسې حال کې چې امریکا له طالبانو سره سولې ته نږدې شوې، د امریکا د بهرنو چارو وزیر مایک پمپیو یې ترمنځ هوکړه نه لاسلیکوي.
سرچينې زياته کړې، مجله د ځینو هغو امریکایي او افغان چارواکو له قوله چې د موافقې له جزئیاتو خبر دي، لیکي چې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو سره د سولې نهم پړاو کې د یوې موافقې متن لیکلی چې دغه په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له اتلس کلن حضور وروسته د سولې لپاره لومړنی اقدام دی.
ټايمز مجلې ويلي چې د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر د سپټمبر په ٣مه له ولسمشر ټرمپ سره د سولې د موافقې متن د کتنې په اړه ملاقات وکړ، که ټرمپ د دغې موافقې تائید کړي نو شاوخوا ٥۴٠٠ امریکایي سرتېري به له افغانستان څخه بیرته ایستل شي.
مجله د چارواکو له قوله لیکي چې په دې هوکړه کې ډېر مهم موارد ناڅرګند پاتې دي؛ یعنې په افغانستان کې د القاعدې ډلې پر ضد د عملیاتو لپاره د امریکا د ترهګرۍ ضد ځواکونو حضور، د امریکایي پلوه افغان حکومت پاتې کېدل او په افغانستان کې د جگړې ختمېدل.
په راپور کې راغلي، پمپیو له دې کبله د موافقې لاسلیکول نه غواړي چې طالبان له پمپیو غواړي د (افغانستان د اسلامي امارات) سره موافقه لاسلیک کړي.
تر اوسه پورې د امریکا د بهرنو چارو وزرات پر دغه راپور تبصره نه ده کړې.
له بلې خوا د افغانستان حکومت د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقتنامې په اړه د وضاحت غوښتنه کړې ده.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د چهارشنبې په ورځ پر خپل ټويټر لیکلي چې افغان حکومت د دې توافقنامې نه پېښېدونکو خطرونو په اړه اندېښنه لري.
login or register a new account.