پلخمري (پژواک، ١٤ وږى ٩٨): د بغلان ولايت په مربوطاتو کې له څلورو ورځو وروسته د کابل-شمال لويه لار د ترافيکو پر مخ پرانيستل شوه.
له تېرو څلورو ورځو راهيسې د بغلان په مرکز پلخمري کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د پرله پسې جګړو له امله د کابل شمال لويه لار د ترافيکو پر مخ تړل شوې وه.
خو د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت د وږي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کابل- شمال لويې لارې خلاصولو په موخه تېره شپه د ځمکې او هوا له لارې عمليات ترسره شوي دي.
ده وويل چې د همدغو عملياتو په ترڅ کې د کابل- شمال لويه لار نن سهار د ترافيکو پر مخ خلاصه شوې او مسافرين کولاى شي په ډاډه زړه سفر وکړي.
بشارت زياته کړه: ((اوس هم عمليات روان دي، څو له نورو سيمو هم طالبان پر شا وتمبول شي.))
دغه راز د پلخمري ښار د دوراهي سيمې اوسېدونکي سيداجان پژواک ته وويل چې له سهار راهيسې پلخمري- کندوز او پلخمري- مزار ته د کوچنيو موټرو تګ راتګ پيل شوى دى.
بل لور ته د وسله والو طالبان وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د بغلان په مرکز او نورو برخو کې طالبانو د حکومتي ځواکونو يو شمېر پوستې نيولې او ګڼو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP