کندوز ښار (پژواک، ١٥ وږى ٩٨): امنيتي مسوولينو د کندوز د خان اباد ولسوالۍ د سقوط خبره رد کړه او وايي چې تر اوسه په دې ولسوالۍ کې ٢٠ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
نن سهار شاوخوا څلور بجې وسله والو طالبانو د کندوز پر خان اباد ولسوالۍ ډله ييز بريدونه پيل کړل چې جګړه اوس هم روانه ده.
په دې ولسوالۍ کې يوې سرچينې پژواک ته وويل چې طالبانو دغه ولسوالۍ په بشپړه توګه نيولې ده.
خو د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي د يادې ولسوالۍ د سقوط خبره رد کړه او ويې ويل چې کومانډو او ځانګړي ځواکونه خان اباد ته رسېدلي او د طالبانو پر وړاندې يې جګړه پيل کړې ده.
بل لور ته د ملي دفاع وزارت له لوري په يوې خپره شوې خبرپاڼه کې هم راغلي چې خان اباد ولسوالۍ دا مهال د امنيتي ځواکونو په کنټرول کې ده او د طالبانو پر وړاندې چاڼيز عمليات پيل شوي دي.
دغه راز په کندوز کې د ٢١٧ پامير قول اردو مرستيال وياند هادي جمال پژواک ته وويل چې ځانګړو ځواکونو په خان اباد ولسوالۍ کې د ځمکې او هوا له لارې عمليات پيل کړي دي.
هغه وايي چې په دغو عملياتو کې تر اوسه ٢٠ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٧ نور يې ټپيان شوي دي.
همدارنګه يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل چې د خان اباد په جګړه کې د طالبانو عملياتي مسوول شېر لالا هم وژل شوى دى.
خو بلخوا د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي چې طالبانو د خان اباد ولسوالۍ مرکز، امنيې قوماندانۍ او ټولې پوستې نيولې چې په ترڅ کې یې لسګونو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د يادونې ده، پنځه ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د کندوز ښار پر مرکز ډله ييز بريد وکړ چې له امله يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
login or register a new account.