ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امریکا کانګریس خلیلزاد د سولې هوکړې په اړه وضاحت ته ور غوښتی

د امریکا کانګریس خلیلزاد د سولې هوکړې په اړه وضاحت ته ور غوښتی

author avatar
6 Sep 2019 - 10:36
د امریکا کانګریس خلیلزاد د سولې هوکړې په اړه وضاحت ته ور غوښتی
author avatar
6 Sep 2019 - 10:36

کابل (پژواک، ١٥ وږى ٩٨): د امريکا د متحده ايالتونو کانګريس د افغان سولې په برخه کې د دغه هېواد له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد څخه د توضحياتو غوښتنه کړې ده.

د کانګريس د بهرنیو اړیکو کمېټې له زلمي خلیلزاده غوښتي چې له طالبانو سره د سولې هوکړه لیک په اړه دې په یوې علني غونډې کې د کانګرس غړو ته توضیحات ورکړي.

د دې کمېټې ريیس ایلیوټ اېل انجل د امریکا له بهرنیو چارو وزارته غوښتي چې نور دې خلیلزاد د قطر غونډې ته نه لېږي او دغه راز دې له طالبانو سره د سولې هوکړه لیک په اړه دې جزئیاتو پټول بند کړي.

په دې وروستیو کې زلمي خلیلزاد ویلي وو چې د دغه هوکړه لیک متن نهایي شوی او د ولسمشر ټرمپ له امضا وروسته به پلی شي.

په هغه لیک کې چې د کانګریس د بهرنیو چارو کمېټې د ريیس له لوري زلمي خلیلزاد ته لېږل شوى، په کې راغلي چې د افغانستان او امریکا خلک حق لري چې د دغه هوکړه لیک په اړه پوه شي.

په دغه لیک کې راغلي: "تر کومه چې زه خبر یم دغه هوکړه لیک د ولسمشر ټرمپ له ادارې او ولسمشر غني سره شریک شوی دی. اوس د امریکا او افغانستان ولس هم حق لري چې د خپلو هېوادونو پر تګلارو پوه شي. سره له دې چې تاسو ډېر ناوخته دې غونډې ته رابولو خو بیا هم ناوخته نه ده. ستاسو حضور او په دغه اړه وضاحت به د امریکا خلکو ته دا فرصت ورکړي چې د طالبانو په اړه د امریکا د پالیسۍ او له طالبانو سره د سولې کولو سیاسي تهدیدونو په اړه پوه شي. "

د کانګریس ترڅنګ د امریکا د کورني سیاست په ګڼو کړیو کې له طالبانو سره د هوکړه لیک جزئیاتو نه خپرولو پر سر ګڼ انتقادونه شوي دي.

تېره اوونۍ هم د امریکا د استازو جرګې درېیو غړو په یو لیک کې د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو څخه غوښتي وو چې له طالبانو سره د توافق متن هغوی ته ور وسپاري.

په همدې حال کې د امریکا نهو پخوانیو ډيپلوماتانو او سفیرانو له طالبانو سره د دغه تړون په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي وو چې په افغانستان کې د جګړې ختمېدو له تضمین پرته له طالبانو سره سوله به افغانستان کورنۍ جګړې ته ټېل وهي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د امريکا او طالبانو د استازو ترمنځ د افغان سولې په تړاو نهم پړاو خبرې پاى ته ورسېدې چې په اصولو کې دواړو لورو د سولې پر هوکړې موافقه کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.