Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پکتیا د ښاري استیناف محکمې رییس وژل شوی

پل علم (پژواک، ١٥ وږى ٩٨): د لوګر حکومتي مسوولين وايي چې وسله والو طالبانو د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ کې د پکتيا د ښاري استیناف محکمې رييس وژلى دى.

د لوګر د والي وياند ديدار لونګ د وږي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو په محمد اغې ولسوالۍ کې د پکتيا د ښاري استیناف محکمې رييس حيات الله حيات په خپل کور کې وژلى دى.

هغه زياته کړه: ((طالبان په نظامي جامو کې کور ته ورغلي، په ډېرې بې رحمۍ سره يې د ښځو او ماشومانو په مخ کې هغه وژلى دى.))

د لونګ په وينا چې د دې پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي خو پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

دغه راز د محمداغې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي نقيب الله پژواک ته وويل چې قاضي حيات الله حيات د مغل خېلو سيمې اوسېدونکى و.

هغه وايي: ((په نظامي جامو کې يې کور ته ورغلي، ځانونه يې ورته سرتېري معرفي کړي، کله چې کور ته ننوتي بيا يې پر ډزو وژلى او موټر يې ترې بیولی دى.))

ده له حکومته غوښتنه وکړه چې د دې ډول هدفي وژنو د مخنيوي لپاره لاس په کار شي.

بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.