Language

صلاح الدين رباني درې اړخيزه غونډه کې دګډون په موخه پاکستان ته تللى

کابل (پژواک،١٦ وږى ٩٨): د افغانستان، پاکستان او چين ترمنځ په درې اړخيزه غونډه کې د ګډون لپاره د بهرنيو چارو سرپرست وزير صلاح الدين رباني اسلام ا باد ته تللى دى.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند صبغت الله احمدي د وږي په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې  رباني نن سهار پاکستان ته تللى او هلته به په درې اړخيزه غونډه کې ګډون کوي.

نوموړي ددې غونډې په اړه نور جزئيات ور نه کړل.

بلخوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا غونډه نن تر غرمې وروسته په اسلام اباد کې جوړېږي.

سرچينې زياته کړې چې په دې ناسته کې د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير صلاح الدين رباني، د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي او د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ زي ګډون کوي.

يادې سرچينې وويل چې د دې ناستې په اجنډا کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ دافغانستان د سولې پروسه او د "سي پيک" اقتصادي پروژه افغانستان ته غځول دي.

تر دې مخکې دا ډول غونډې په کابل او بېجنګ کې هم شوې دي.

همداراز د بهرنيو چارو وزارت وياند صبغت الله احمدي نن په یوه خبرې کنفرانس کې وویل،  په اسلام اباد کې دغه ناسته د درېیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د خبرو درېیم پړاو دی.

ده زیاته کړه، د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران په دې ناسته کې  د افغانستان د سولې او له ترهګرۍ سره د مبارزې په ګډون پر بېلابېلو مسایلو هم خبرې کوي.

ده وویل، چې  چين هېواد کولي شې په دغه ناسته کې د افغانستان او پاکستان سياسي اړیکې او باورونه نور هم پیاوړي کړي.

احمدی امریکا ته د  ولسمشرغني دسفر په هکله وویل:" ولسمشر تر اوسه ددغه سفر په هکله تصمیم نه دی نیولی."

login or register a new account.