ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر: مولوي منیب ته د سپکاوي قضیه ارزول کېږي

ولسمشر: مولوي منیب ته د سپکاوي قضیه ارزول کېږي

author avatar
8 Sep 2019 - 19:45
ولسمشر: مولوي منیب ته د سپکاوي قضیه ارزول کېږي
author avatar
8 Sep 2019 - 19:45

کابل (پژواک ١٧ وږى ٩٨): ولسمشر غني لارښوونه کړې چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست مولوي عبدالحکیم منیب ته د سپکاوي قضيه دې وارزول شي.

د حرکت انقلاب اسلامي د دارالانشاء مشر رحمت الله واحدیار نن کابل کې په یوه غونډه کې وویل چې ملا تره خېل محمدي، د ولسي جرګې اوسنيو وکيلانو او د تره خېل محمدي وروڼو شاه وزير او حاجي خان تره خېل او دادالله او د هغوى د کورنۍ دوو نورو غړو د تېرې جمعې په ورځ د ارګ په جومات کې د حج، ارشاد او اوقافو سرپرست وزير مولوي عبدالحکيم منيب ته سپکاوی کړى او فزيکي شخړه يې ورسره کړې ده.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن ماسپښین د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست مولوي عبدالحکیم منیب سره وکتل.

سرچينه زياتوي، په دغه کتنه کې مولوي عبدالحکیم منیب د تېرې جمعې په ورځ د جمهوري ریاست جومات کې د ملا تره خېل او د هغه د ورونو له لوري پر نوموړي د فزیکي برید او سپکاوي جریان د هېواد جمهور رئیس ته بیان او رسماً یې د دغې پېښې د تعقیب غوښتنه وکړه.

سرچينه کاږي، د ولسمشر د لارښوونې پر بنسټ د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر عمومي ریاست له لوري د نوموړي غوښتنه د یوه مکتوب په ذریعه رسماً لويې څارنوالۍ ته راجع او ټینګار وشو چې لويه څارنوالي دې په دې اړه په صراحت د اساسي قانون د ۱۳۴مې مادې پر بنسټ خپل اجراات وکړي.

د خبرپاڼې په حواله، دغه راز په یاد مکتوب کې له کورنیو چارو وزارت غوښتل شوي چې د یوې اونې په لړ کې دې د مولوي عبدالحکیم منیب ادعاوو ته رسیدګي وکړي، د پولیسو اړوند حوزه دې په هر اړخیزه توګه وارزوي او د یادو ادعاوو د اثبات په صورت کې دې د یادې حوزې په مسلکي او کادري برخه کې بدلون راولي.

خو د ملا تره خېل محمدی ورور او د ولسي جرګې غړى ملا محمد خان احمدي تېره ورځ پژواک ته وويل چې دوى منيب ته سپکاوى نه دى کړى.     

دى وايي چې د ارګ په جومات کې هېڅ داسې پېښه نه ده رامنځته شوې او که وزير يا وزارت سند لري، څارنوالۍ ته دې يې وړاندې کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.