Language

ټرمپ له طالبانو سره روانې خبرې اترې ودرولې

کابل (پژواک، ١٧ وږى ٩٨): د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له وسله والو طالبانو سره د سولې روانې خبرې اترې ځنډولې دي.

ټرمپ نن (د وږي ١٧مه) سهار وخته په ټويټر کې ليکلي، دا پرېکړه يې وروسته له هغه وکړه چې وسله و الو طالبانو په کابل ښار کې د يو امريکايي په ګډون ١٢ کسان ووژل .

دغه ځانمرګى بريد د تېرې پنجشنبې په ورځ د کابل ښار د شش درک سړک په خوله کې وشو چې له ا مله يې د يوه امريکايي سرتېري په ګډون دوه د ناټو سرتېري او ١٠ افغانان ووژل شول.

ټرمپ زياته کړې: ((ټاکل شوې وه چې نن يکشنبه د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د طالبانو ځيني مشران د امريکا په ډيويډ کمپ کې له ماسره پټه غونډه ونيسي او دغه راز ټاکلې وه چې تېره شپه دوى واشنګټن ته ور ورسېږي.))

هغه ويلي، د دې لپاره چې طالبان ځان پياوړى وښيي، په کابل کې يې بريد ترسره کړ چې په ترڅ کې يې يو پياوړی امريکايي سرتېری او ١١ نور کسان ووژل شول.

د امريکا ولسمشر زياتوي: ((د همدې لپاره مې له افغان ولسمشر او طالب استازو سره ټاکل شوې ليدنه لغوه کړه او له طالبانو سره د سولې روانې خبرې اترې مې ودرولې.))

هغه وايي، دا څه ډول خلک دي چې د خبرو اترو د چنو پر مهال د خپل دريځ پياوړي کولو په موخه نور خلک وژني.

هغه زياته کړې: ((له دې پېښې سره حالات نور هم خراب شول، که چېرې طالبان په دې مهمو خبرو کې پر اوربند موافقه ونه کړي، هغوى به نور خلک هم ووژني، په دې ډول کړنو سره هغوى د يوې بامعنا موافقې کولو وړتيا نه لري، ايا هغوى د څو نورو لسيزو جګړې توان لري؟؟))

د يادونې ده، له تېرو ١١ مياشتو راهيسې د امريکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې خبرې اترې دوام لري او څو ورځې مخکې يې ترمنځ نهم پړاو خبرې هم پاى ته ورسېدې .

د امريکا ځانګړي استازي خليلزاد وويل چې په اصولو کې موافقې ته رسېدلي او د ولسمشر ټرمپ له اجازې وروسته به يې لاسليک کړي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د و لسمشر وياند صديق صديقي ويلي، ډېر ژر به په دې اړه غبرګون وښيي.

login or register a new account.