Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حکومت: لوګر کې ١٩ طالبانو ته د خپل ماين چاودنه کې مرګ ژوبله اوښتې

پل علم  (پژواک، ١٨ وږى ٩٨) : د لوګر ولايت چارواکي وايي چې د خپل ماين په يوه چاودنه کې ١٩ وسله والوطالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لوګر د والي وياند ديدار لونګ د وږي په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه ددې ولايت په څرخ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه،وسله والو طالبانو په يوه کور کې ماينونه جوړول، چې يو ماين پر دوى چاودېدلى دى.

د لونګ په وينا، په دې چاودنه کې ٧ طالبان وژل شوي او ١٢ نور يې ټپيان دي.

خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.