Language

ناټو: سولې او دافغان ځواکونو ملاتړ ته ژمن یو

کندهار (پژواک، ۱۹ وږی ۹۸): په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر وايي، تر هغه چې په افغانستان کې سوله نه وي راغلې ناټو له افغان ځواکونو سره خپلو مرستو او د وسله والو د ځپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.

نوموړي دغه څرګندونې دوږي په ۱۹مه،مازدیګر  مهال کندهار ولایت ته تر سفر وروسته په هوايي ډګر کې خبریالانو ته وکړې.

په افغانستان کې د ناټو سازمان ملکي سفیر نیکولاس کې، د قاطع ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر او یو شمېر نور بهرني مسوولین کندهار ته راغلل او دلته یې یې د کندهار له والي، نظامي او ملکي چارواکو او قومي مخورو سره تر لیدنې وروسته د خپل سفر په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل.

د ناټو ځواکونو ملکي او نظامي مسوولینو یو ځل بیا له افغانستان سره د خپلو همکاریو او مرستو ژمنې تازه کړې او ویې ویل چې د ترهګرو د ځپلو په موخه به یې مرستې او عملیات دوام ولري.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو اړوند د قاطع ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر وویل، تر هغه چې په افغانستان کې سوله نه وي شوې، ناټو خپلو عملیاتو او د افغان ځواکونو مرستې ته دوام ورکوي.

هغه زیاته کړه: ((تر هغه چې یوه سیاسي حل ته رسېږو، له افغان امنیتي ځواکونو سره په ګډه د ترهګرو په خلاف عملیاتو ته دوام ورکوو.))

د ده په خبره، له افغانسان او افغان ځواکون سره به یې مرستې د تېر په شان وي.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس کې وویل، ناټو خپلې کړي ژمنې بیا تازه کوي او له افغانانو سره د تلپاتې سولې او راتلونکو ټاکنو په برخه کې د تېر په څېر خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي.

هغه زیاته کړه، په افغانستان کې روان وضعیت ته د سیاسي حل لارې په لټه دي خو په دې برخه کې به په احتیاط مخکې ځي.

ده وویل: ((سولې ته رسېدل وخت غاړي، دا خورا اوږده لاره ده او حوصلې ته اړتیا لري، هڅه کېږي داسې شرایط مساعد شي چې د افغانستان خلک، حکومت او وسله وال طالبان ټول د سولې خبرو کې شامل شي او بالاخره یوه سیاسي حل ته ورسېږي.))

خو ده ټینګار وکړ چې له افغان ځواکونو سره په ګډه کار کوي څو دا خاوره له نړیوالو ترهګرو خوندي وساتي.

د کندهار والي حیات الله حیات هم وویل چې د ناټو ځواکونو پلاوی کندهار ته د امنیتي وضعیت د ارزونې او د خپلو ژمنو د تازه کولو په موخه سفر کړی و.

login or register a new account.

Related Topics