کابل (پژواک، ٢٠ وږى ٩٨): افغانستان د فوټبال نړيوال جام غوراوي سياليو کې کوربه هېواد بنګله دېش ته ماتې ورکړه.
دا لوبه تېره ورځ له ماښام وروسته د افغانستان په کوربه توب د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه ښار کې ترسره شوه.
د دې لوبې يواځېنى ګول د افغانستان لوبډلمشر فرشاد نور له خوا ووهل شو او بنګله دېش ته يې يو پر صفر ماتې ورکړه.
افغانستان د دې سياليو په (ي) ګروپ کې له قطر، هندوستان، بنګله دېش او عمان سره دى، څو ورځې مخکې قطر افغانستان ته شپږ پر صفر ماتې ورکړې وه.
افغانستان د خپل ګروپ په درېيم مقام کې دى.
افغانستان به د راتلونکې اکتوبر مياشتې په ١٠مه نېټه له عمان سره په دغه هېواد کې خپله درېيمه لوبه کوي.
login or register a new account.