غزني ښار (پژواک، ٢٠ وږى ٩٨): د غزني د اندړو ولسوالۍ لسګونو اوسېدونکو د ملي اردو له لوري د يوه ماشوم وژل کېدو په غبرګون کې د ولايت مخې ته اعتراضي غونډه وکړه.
د اعتراض کوونکو له ډلې مُحب الله د وږي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون ناوخته د اندړو ولسوالۍ په خان بابا سيمه کې د ملي اردو سرتېرو د ده ١٥ کلن خوريى وژلى دى.
هغه زياته کړه: ((په دې سيمه کې د ملي اردو سرتېري پراته دي، زما د خور پر زوى سردارمحمد باندې يې ډزې کړې او وژلی يې دى.))
ده وويل چې د همدې پېښې په غبرګون دوى د ولايت مخې ته اعتراضي غونډه جوړه کړې او قانع کوونکى ځواب غواړي.
دغه راز يو بل اعتراض کوونکي عيد محمد پژواک ته وويل چې سردارمحمد د لسم ټولګي زده کوونکى و چې پرون د ملي اردو په ډزو کې وژل شوى دى.
هغه وويل: ((دا يوه ورځ نه ده کله د طالب له لوري وژل کېږو، کله د حکومتي ځواکونو له لوري حيران پاتې يو چې څه وکړو.))
عيدمحمد له حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو غوښتنه وکړه چې د جګړې پر مهال د ملکي وګړو ژوند ته پوره پاملرنه وکړي.
ځينو نورو لاريون کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومتي مشرانو يې غوښتنه وکړه چې د سردارمحمد قاتلين پيدا او د خپلو اعمالو په سزا يې ورسوي.
د يادو کسانو د اعتراض په اړه د غزني د والي وياند محمد عارف نوري پژواک ته وويل چې تېره ورځ ناوخته په اندړو ولسوالۍ کې د ښوونځي يو ١٥ کلن زده کوونکى وژل شوى دى.
ده زياته کړه: ((حکومتي چارواکي د دې پېښې په اړه جدې څېړنې کوي، که چيرې دغه کار د ملي اردو سرتيرو کړى وي، نو له قانون سره سم به سزا ورکړل شي.))
نوري وايي چې ډېرى وخت وسله وال طالبان د ملکي وګړو له کورونو د سپر په توګه ګټه پورته کوي نو ځکه ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړي.
خو بل لور ته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبان کله هم د ملکي وګړو له کورونو د سپر په توګه ګټه نه پورته کوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP