کابل (پژواک، ٢٠ وږى ٩٨): د کورنيو چارو وزارت وايي چې د کابل د نهمې حوزې اړوند ساحه کې راکټ لګېدلى، خو زيان نه لري.
د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي د وږي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه راکټ تېره شپه لس بجې او ۱۲ دقیقې د ملي دفاع وزارت د پېژنتون پر دېوال لګېدلى دى.
خو هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې هېڅ زيان نه دى اوښتى.
د يادونې ده، په کومه سيمه کې چې راکټ لګېدلى، هلته د امريکا سفارت او د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت قومانداني هم موقعيت لري.
په کابل کې د ناټو مطبوعاتي دفتر هم د راکټ لګېدل تاييدوي خو وايي چې زيان نه لري.
دغه راکټ په داسې حالت کې لګېدلى چې نن د امريکا په سفارت کې د سپټمبر د ١١مې د بريدونو په ياد مراسم نيول شوي دي.
د ٢٠٠١ زېږديز کال د سپټمبر په ١١مه د امريکا په ځینو ښارونو کې د الوتکو په وسیله بريدونه وشول چې له امله يې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
د دغو بريدونو په غبرګون کې امريکا په افغانستان کې د طالبانو او القاعدې پر ضد عمليات پيل کړل او دا جګړه تر اوسه روانه ده.
login or register a new account.