کابل (پژواک،٢١ وږى ٩٨) : د افغانستان کرکټ بورډ ادارې له خوا د کرکټ شل اووريز غوره ليګ د فساد تورونو قضيه د څېړنې په موخه څارنوالۍ ته وړاندې شوه او دغه راز يې له هندي شرکت سنکسر سپورټس (SnixerSports) سره قرارداد فسخ کړ.
د افغانستان غوره ليګ يا اى پي ايل سيالۍ تېر کال په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوې وې، ددې سياليو د ترسره کولو تړون له ياد مشهور هندي شرکت سره شوى و، چې هغه مهال هم پرې نيوکې شوې وې.
څه موده مخکې پژواک اژانس داسې اسناد ترلاسه کړي وو، چې د کرکټ نړيوالې شورا د افغانستان کرکټ بورډ ته د غوره ليګ سياليو د فساد د لسو مواردو په اړه يوه مکتوب لېږلى و.
اوس دافغانستان کرکټ بورډ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له سنکسر کمپنۍ سره ياد قرارداد د تېر کال د کلني فيس د نه ورکړې او د ليګ چارو په روڼتيا کې د شته اندېښنو له امله فسخ شوى دى .
سرچينې زياته کړې، د قرارداد پر بنسټ ټاکل شوې وه چې سنکسر سپورټس به د افغانستان کرکټ بورډ ته د ليګ د لومړي پړاو ټول فيس د ليګ له پای ته رسېدو ۱۵ ورځې وروسته ورکړي چې د نهو میاشتو په تېرېدو سره يې بيا هم نه دی ورکړى .
کرکټ بورډ وايي، همدارنګه په دې موخه د يادې قضیې دداخلي اړخ د څېړلو په موخه ادارې غوره وبلله، چې د لا ډېرو څېړنو په موخه قضیه د لویې څارنوالۍ عالي ادارې ته ولېږي، ترڅو د قضيې ټول اړخونه په مسلکي او روڼ ډول وڅېړل شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د کرکټ بورډ له لوري سنکسر سپورټس کمپنۍ ته د قرارداد د فسخ کولو په موخه لېږل شوې خبرتيا کې هم ويل شوي چې د پورته دوه مواردو پر بنسټ یې دغه قرارداد له منځه وړی دی.
د يادونې ده چې له یادې کمپنۍ سره د قرارداد د فسخې د شرایطو پر بنسټ، د افغانستان کرکت بورډ دا حق لري چې د پورته سرغړونو له امله قرارداد فسخ اعلان کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان کرکټ بورډ اداره د فساد پر وړاندې مبارزې ته لومړیتوب ورکوي او د روڼتیا په ډګر کې ځان د خپلو هېوادوالو پوښتنو ته ځواب ویونکې بولي.
سربېره پر دې باید یادونه وشي چې د افغانستان شل اووریز غوره لیګ دویم پړاو تر راتلونکي کال وځنډول شو او په راتلونکي کې به د افغانستان شل اووریز غوره لیګ امتیاز ترلاسه کولو ټولې چارې د ازادې سیالۍ له مخې ترسره شي.
د افغانستان شل اووریز غوره لیګ لومړی پړاو لوبې تېر کال په متحده عربي اماراتو کې د پنځو لوبډلو ترمنځ ترسره شوې چې د بلخ لیجنډز لوبډلې په کې اتلولي خپله کړې وه.
login or register a new account.