کابل (پژواک ٢٢ وږى ٩٨): ولسمشر غني وايي چې په تېرو يوه اونۍ کې امنيتي ځواکونو شاوخوا دوه زره طالبان وژلي دي.
نوموړي دغه خبرې نن په کابل کې د لويې جرګې په تالار کې وکړې.
ده وويل: "له وژنو او وینو خوښ نه یم، خو نن درسره یوه شمېره شریکوم چې د طالبانو مسوولین پوه شي، په تېره اونۍ کې څه باندې زر طالبان وژل شوي چې ډېر شمېر یې دوه زرو ته رسېږي؛ د دوی د وژلو مسوولیت د طالبانو د سیاسي ډلې پرغاړه دی؛ موږ د تېر کال د اختر په شان اوربند غوښت، که اوربند یې منلی وای، دغه وژل شوي طالبان به په دې حالت کې نه وو."
خو بايد وويل شي چې د يادو څرګندونو په اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.
نوموړي دغه راز وويل چې د ملي امنيت عمومي رييس معصوم ستانکزى په ننګرهار کې د ملکي کسانو د وژل کېدو له امله له دندې ګوښه کړ.
دى په دې اړه وايي: "د ملکي کسانو تلفات تاسې ولیدل چې ما د ملي امنیت عمومي رئیس په دې خاطر چې ملکي تلفات رامنځ ته شول، په دوو دقیقو کې له دندې لېرې کړ، ځکه ورته مې ویلي و چې که د ملي امنیت د قطعاتو له خوا ملکي تلفات رامنځته شي، زما لار به بېله شي، خو وینئ چې هره ورځ د ملکي تلفاتو عامل څوک دی؟"
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP