Language

د بلخ د کار او ټولنيزو چارو رييس ټپي شوی

مزارشريف  (پژواک، ٢٣ وږى ٩٨): د بلخ ولايت د کار او ټولنیزو چارو رييس مطيع الله متين د وسله والو طالبانو په بريد کې ټپي شوى دى.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل د وږي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار د بلخ ولسوالۍ او مزارشريف ښار ترمنځ لاره کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، د کار او ټولنيزو چارو رييس مطيع الله متين له ولسوالۍ ښار ته پر لاره و چې د طالبانو له کمين سره مخ شوی دی.

د نوموړي په وينا، په سيمه کې شاوخوا ١٥ دقيقې جګړه هم شوې چې له امله يې متين ټپي شوى دى.

د مزارشريف د ملکي روغتون يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته له يادې جګړې دوه ټپيان ور وړل شوي دي.

سرچينې د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.

login or register a new account.