Language

د طالبانو د قطر دفتر دوه پلاوي روسيې او چين ته تللي

کابل (پژواک، ٢٣ وږى ٩٨): د امريکا له خوا د سولې خبرو له درېدو وروسته د طالبانو د قطر دفتر دوه پلاوي روسيې او چين ته تللي دي.

افغان خبريال سميع يوسفزى چې ډېرى مهال په قطر کې وي او د طالبانو سياسي فعاليتونه له نږدې څاري، د وږي په ٢٣مه په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې د امريکا له خوا د خبرو تر لغوه کېدو وروسته د طالبانو دوه پلاوي روسيې او چين ته تللي دي.

هغه زياته کړې چې طالب پلاوي د ټرمپ له پرېکړې وروسته پر رامنځته شوو حالاتو د روسيې او چين له چارواکو سره سلا مشورې کوي.

که څه هم طالبانو تر اوسه په رسمي توګه د کومې خبرپاڼې له لارې مسکو ته د خپل پلاوي‌ سفر نه دى تاييد کړى، خو ځينو رسنيو په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر د وياند سهيل شاهين له خولې دغه سفر تاييد کړى دى.

بلخوا د طالبانو يو درې کسيز پلاوى د روسيې له یوه ټلوېزيون  (ار ټي) سره مرکه کړې، په دې مرکه کې ملا عباس ستانکزى، سهيل شاهين او يو بل تن ليدل کېږي.

راپورونه وايي چې دغه پلاوي د افغانستان لپاره د روسيې له ځانګړي استازي  ضمير کابلوف سره ليدلي دي.

 د طالبانو د قطر دفتر مرستيال او د مرکچي پلاوي مشر شېرمحمد عباس ستانکزي د روسيې  له (ار ټي) ټلوېزيون سره په مرکه کې ويلي چې دوى اوس هم د سولې خبرو ته لېوال دي،‌ خو که امريکا جنګ ته دوام ورکول غواړي، نو طالبان سل کاله نور هم جګړه کولای شي.

بلخوا د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويانده ماريا زخاروف په يوه خبري کنفرانس کې ويلي چې  د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ پرېکړه باید د افغانستان د سولې پروسې زيانمنه نه کړي.

هغې د طالبانو د دغه دريځ هرکلى کړی چې غواړي د سولې خبرو اترو ته دوام ورکړي او يو ځل بيا له امريکا سره درېدلې خبرې پيل کړي.

login or register a new account.