کابل (پژواک، ٢٣ وږى ٩٨): ولسمشر اشرف غني د ناټو له سرمنشي جينز سټولټنبرګ سره ټيلېفوني خبرې کړې دي.
د ولسمشر وياند صديق صديقي د وږي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې اړيکه کې د ناټو سرمنشي ولسمشر غني ته د هر ډول مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.
هغه وايي، د ناټو سرمنشي وويل چې د سازمان ټول غړي هېوادونه او متحدين به د افغان ځواکونو مرستې، همکارۍ او روزنې ته دوام ورکړي.
سټولټنبرګ ويلي چې د دوى له همکاريو موخه دا ده چې په افغانستان کې د سولې لپاره حالات برابر شي.
بلخوا د ناټو سرمنشي هم په ټويټر کې ليکلي چې له افغان ولسمشر سره يې د ټيلېفون له لارې ګټورې خبرې کړې دي.
د ناټو سازمان په افغانستان کې د روزنې د غوڅ ملاتړ ماموريت پر مخ وړي او اوس مهال د دغه سازمان ١٧ زره سرتېري په افغانستان کې مېشت دي.
login or register a new account.