Language

پاکستان د خپلو سرتېرو پر وژل کېدو افغانستان او هند ته احتجاج کړى

کابل (پژواک، ٢٤ وږى ٩٨): پاکستان د خپلو پنځو سرتېرو پر وژل کېدو هندوستان او افغانستان ته احتجاج کړى دى.

پرون د پاکستان پوځ ويلي چې په شمالي وزيرستان کې ډيورنډ کرښې ته څېرمه هغه مهال يې پر سرتېرو ډزې شوې چې هلته يې اغزن سیم لګاوه چې په دې پېښه کې يې درې سرتېري ووژل شول، دغه راز هلته په يوه بله پېښه کې یې هم يو سرتېرى وژل شوى دی.

دغه راز له هند سره پر ګډه پوله هم پاکستان وايي چې د هندي ځواکونو په ډزو د دوی يو سرتېرى وژل شوى دى.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د يادو پېښو په غبرګون کې يې د هند او افغانستان د سفارتونو استازو ته اعتراض کړى دى.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دوى د افغانستان د سفارت شازدافير د بهرنيو چارو وزارت ته غوښتى و او ورته يې خپل اعتراض وړاندې کړى دى.

سرچينې ويلي چې دغه بريد د ډيورنډ کرښې له پورې غاړې شوى چې د امنيت مسووليت يې د افغانستان د ځواکونو پر غاړه دى.

پاکستان غوښتنه کړې ده چې افغانستان دې د خپل مسووليت په ساحو کې امنيت ټينګ کړي، څو ترهګر دا ډول بريدونه ونه شي کړاى.

بلخوا پاکستان په اسلام اباد کې د هندوستان د سفارت استازي ته هم احتجاج کړى دى.

login or register a new account.