کابل (پژواک، ٢٥ وږى ٩٨): د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې د دوى تخنيکي کسان په بغلان ولايت کې دي، خو تر اوسه ورته په ساحه کې د چپه شوو پايو د ترميم اجازه نه ده ورکړل شوې.
د بغلان ځايي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو وړمه شپه د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د وارداتي برېښنا درې پايې پر بمونو الوځولې دي چې له امله يې د کابل په ګډون د ١١ ولايتونو برېښنا پرې شوې ده.
دغه راز د برېشنا شرکت وايي چې وسله والو مخالفينو په بلخ ولايت کې هم د وارداتي برېښنا يوه پايه الوځولې ده.
د افغانستان برېښنا شرکت له خوا د وږي په ٢٥مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل، بلخ او کندوز ولايتونو د انجنيرانو تخنيکي ټيم له پېښې وروسته بغلان ته رسېدلى دى.
خو سرچينې زياته کړې چې په سيمه کې امنيتي مسوولينو ورته تر اوسه د کار ساحې ته د ورتګ اجازه نه ده ورکړې او چې څنګه اجازه ورکړل شي، دوى به ژر تر ژره د پايو د ترميم چارې پيل کړي.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د برېښنا شبکې د ټولګټو تاسيساتو برخه دي او ړنګول يې عامو خلکو او په خپله هغوى ته زيان رسوي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP