Language

په افغانستان کې د يوناما ماموريت يوکال نور وغځېد

کابل (پژواک، ٢٧ وږى ٩٨) : د ملګرو ملتونو دامنيت شورا په افغانستان کې د يوناما ماموريت يوکال نور وغځاوه.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ددايمي استازي له دفتر څخه د وږي په ٢٧مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د امنيت شورا ټولو غړو په يوه اتفاق سره دا پرېکړه وکړه.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازې مېرمن عادله راز د ټولو هېوادونو او په ځانګړې توګه له اندونيزيا او جرمني څخه مننه کړې چې په دې برخه کې يې ډېره همکاري کړې ده.

د يادونې ده چې وړمه ورځ د يوناما د ماموريت په اړه د چين او امريکا ترمنځ اختلافات پيدا شوي وو، چې د يادو دوو هېوادونو په منځګړيتوب دا ستونزه هواره شوه.

عادلې راز ويلي : (( موږ به له نړيوالې ټولنې او امنيت شورا سره په ګډه ددغه ماموريت د بريا لپاره کار کوو، چې په ٢٠٠١ زېږديز کال کې پيل شوى دى.))

بلخوا د ملګرو ملتونو له خوا په يوه اعلاميه کې په افغانستان کې د سولې او ثبات په برخه کې د يوناما رول مهم ګڼل شوى او ټېنګار يې کړی چې د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې او د سیاسي جوړجاړي ننګه او ملاتړ کوي.

تر دې مخکې هر ځل د يوناما ماموريت د يوه کال لپاره غځول کېده، خو تېر ځل د شپږو مياشتو لپاره غځول شوى  و.

دا په داسې حال کې ده چې پرون په افغانستان کې د ملګرو ملتونو شپږ مياشتینی سیاسي ماموريت پای ته رسېدلى و.

login or register a new account.