Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ارګ: اجرائيه رئيس د ولسمشر د حکم د ځنډولو حق نه لري

کابل (پژواک ٢٨ وږى ٩٨): ارګ بهرنيو چارو وزارت ته د اجرائيه رياست د مکتوب په غبرګون کې ويلي چې هيڅ مرجع د ولسمشر د حکم د ځنډولو حق نه لري.

يوه اونۍ وړاندې، ډاکټر عبدالله د بهرنيو چارو وزارت د ارزونې لپاره د ولسمشر غني د حکم د ځنډولو دستور ورکړ.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې وروستیو کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په یوه مکتوب کې لیکلي د بهرنیو چارو وزارت د ارزونې په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د رئیس حکم دې چې د ټاکنیزو سیالیو په ورځو کې کمپاینې بڼه غوره کوي، وځنډول شي.

خو سرچينه زياتوي، د افغانستان په اساسي قانون کې د جمهور رئیس صلاحیتونه په واضح ډول تسجیل شوي، نو پر دې بنا هیڅ مرجع د جمهور رئیس د حکم د ځنډولو حق نه لري.

سرچينه کاږي، د جمهوري ریاست د ۲۴/۵/۱۳۹۸ نېټې د ۱۴۴۴ ګڼې حکم پر بنسټ به د بهرنیو چارو وزارت ارزونه او تفتیش په همدې موخه د ګومارل شوي پلاوي له لوري ادامه ومومي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.