Language

ماهيپر کې د ترافيکي پېښې له امله د يوې کورنۍ اووه غړي مړه شوي

کابل (پژواک، ٣١ وږى ٩٨): د کابل- جلال اباد پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله د يوې کورنۍ اووه غړي مړه شوي دي.

د دې پېښې يوه عيني شاهد حسرت عبدالله د وږي په ٣١مه په فېسبوک کې ليکلي چې دا پېښه نن سهار وخته د کابل په ماهيپر سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړې، د يوې کورنۍ غړي چې په خپل زرنج موټرسایکل کې له کابله په حرکت کې و، د ماهيپر په لاندې برخه کې يې زرنج لاندې سیند ته غورځېدلى دى.

نوموړي ویلي چې په دې پېښه کې د ښځو په ګډون اووه کسان مړه او درې نور ټپيان شوي دي.

حسرت عبدالله د دې پېښې عکس هم خپور کړى دى.

خو د احمدي په نوم يوه بل کس ليکلي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون درې کسان مړه او څلور نرو ټپيان شوي دي.

تر اوسه رسمي سرچينو په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.