ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​د بلخ د زاري لپاره د طالبانو ولسوال وژل شوی

​د بلخ د زاري لپاره د طالبانو ولسوال وژل شوی

author avatar
22 Sep 2019 - 15:09
​د بلخ د زاري لپاره د طالبانو ولسوال وژل شوی
author avatar
22 Sep 2019 - 15:09

مزارشريف (پژواک، ٣١ وږى ٩٨): د ملي دفاع وزارت وايي چې د بلخ د زاري ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال وژل شوى دى.

په شمال کې د شاهين قول اردو له خوا د وږي په ٣١مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه په ياده ولسوالۍ کې ځمکني او هوايي عمليات ترسره شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې په دغو عملياتو کې د زاري ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال مولوي ګل احمد چې پر ابوزر مشهور و، له اتو نورو ملګرو سره وژل شوى او ١٣ نور وسله وال ټپيان دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه عمليات وروسته له هغه ترسره شول چې وسله والو طالبانو پر امنيتي پوستو او کمربندونو بريدونه پيل کړل.

شاهين قول اردو ويلي چې په دغو عملياتو کې  د پاڅونوالو دوه سرتېري وژل شوي او څلور  نور امنيتي سرتېري ټپي شوي دي.

وسله و الو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.