پلخمري (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۹۸): ځينې سرچيني وايي چې وسله والو طالبانو د بغلان د ګذرګاه نور ولسوالۍ نيولې ده، خو امنيتي مسوولين بيا دغه څرګندونې ردوي.
د بغلان ولايتي شورا رييس صفدر محسني د تلې په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوه ورځې وړاندې په ګذرګاه نور ولسوالۍ کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه شوې ده.
دى وايي چې له هغې ورځې وروسته دغه ولسوالۍ طالبانو نيولې ده خو اوس یې امنيتي ځواکونو د بېرته نيولو هڅې پيل کړې دي.
دغه راز يوې امنيتي سرچينې هم پژواک ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې د ګذرګاه نور ولسوالۍ ودانۍ د وسله والو طالبانو په لاس کې ده.
ده وويل چې د ګذرګاه نور په جګړه کې څلور پاڅون کوونکي وژل شوي او لس نور ټپيان شوي دي.
همدارنګه د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي همايون خان پژواک ته وويل چې تر اوسه پورې درې ځلې دغه ولسوالۍ طالبانو نيولې ده.
دی زیاتوي چې د ولسوالۍ د سقوط پرمهال طالبانو ټول مهم توکي سوځولي او یو شمیر مهمات يې نورو سيمو ته انتقال کړي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دې جګړه کې تر اوسه شپږ امنيتي سرتېري وژل شوي، له لسو ډېر ټپيان شوي، يو شمېر طالبانو ژوندي نيولي او ترڅنګ يې سلګونه کورنۍ د تخار اشکمش ولسوالۍ او نورو سيمو ته کډه شوې دي.
خو د بغلان امنيتي مسوولين بيا دغه څرګندونې ردوي.
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت د ولسوالۍ سقوط مسئله ردوي خو وايي چې جګړه اوس هم روانه ده.
ده وويل: ((د ولسوالۍ مرکز اوس هم له موږ سره دى خو جګړه روانه ده.))
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP