Language

بغلان کې چاودنې نهو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

پلخمري (پژواک، ٢ تله ٩٨): د بغلان په نهرين ولسوالۍ د هاوان د يوې سرګلولې چاودنې دوه ماشومان وژلي او اووه نور یې ټپيان کړي دي.

د نهرين ولسوالۍ د ترک صياد کلي اوسېدونکي معلم عبدالغفار د تلې په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون ماښام د دغه کلي د ماشومانو د لوبو په میدان کې د هاوان يوې سرګلولې چاودونه کړې ده.

دى وايي چې په دې پېښه کې دوه ماشومان وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

دغه راز د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت هم د پېښې په تايید سره پژواک ته وويل چې د نهرین ولسوالۍ په یو لرې پراته کلي کې چاودنې دوه ماشومان وژلي او اووه نور يې ټپيان کړي دي.

هغه وايي: ((د لوبو په ميدان کله چې ماشومان ټول شوي دي، د هاوان سرګلولې چاودنه پرې کړې او ياده مرګ ژوبله يې رامنځته کړې ده.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، ټپيان د نهرين ولسوالۍ روغتون انتقال شوي او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دى.

د يادونې ده، له دې مخکې هم په بېلابېلو سيمو کې د ورته پېښو له امله ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.