پلخمري (پژواک،۲ تله ۹۸): په بغلان کې د ډبرو سکرو کانونو کارکوونکو د مياشتنۍ تنخوا د نه ورکولو په غبرګون کې کار بنديز اعلان کړ او ويې ويل چې که يې ستونزه هواره نه شي، د کابل-شمال لويه لار به د ترافيکو پر مخ وتړي.
د يادو کارکوونکو په استازيتوب محمد شفیق د تلې په دويمه پژواک خبري اژانس ته وویل چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې د دوى تنخوا نه ده ورکړل شوې.
هغه وايي: ((موږ نن کار بنديز اعلان کړ چې زموږ په دې کار سره به د غوري سمنټو فابريکه هم له توليده پاتې شي.))
د نوموړي په وينا، که چېرې تر سبا پورې د دوى ستونزه هواره نه شي، په لويو لاريونونو به لاس پورې کړي.
دغه راز بل اعتراض کوونکي محمد اکبر پژواک ته وويل، لس کاله کېږي چې په دغه کان کې کار کوي او د مياشتې اووه زره افغانۍ تنخوا لري.
هغه وايي: ((نه يې تنخوا راکړې او نه راته چا ويلي چې کار وکړه، تنخوا دې موږ درکوو.))
دغه راز يو شمېر نورو اعتراض کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل که چېرې تر سبا پورې ستونزه هواره نه شي، د کابل-شمال لويه لار د ترافيکو پرمخ بندوي.
د اړوندې موضوع په اړه بغلان د ډبرو سکرو تصدۍ رييس فدا محمد تاشي پژواک ته وويل چې له ١٢ کلونو وروسته د بغلان د سکرو ډبرو څلور واړه کانونه له خصوصي سکتور څخه دولت ته وسپارل شول.
هغه وايي: ((د دې لپاره چې د غوري سمنټو فابريکه فعاله وي، نو کارکوونکي بايد په نورمال ډول خپل کار وکړي او ماته وزارت د کانونو د سپارلو مکتوب لېږلى دى او د کارکوونکو په اړه يې راته څه نه دي ويلي، خو معاش يې حق دى، بايد ورکړل شي.))
ده وويل چې همدا شېبه له وزارت سره د يادو کارکوونکو د معاش موضوع شريکوي، ترڅو دغه ستونزه يې هواره شي.
دى وايي: ((که چېرې دغه ستونزه يې هواره نه شي، زه هم سبا د دغو ٦٢٥ معترضو کارکوونکو په کتار کې درېږم.))
د بغلان ولایت مرکز پلخمري ته څېرمه سیمو کې څلور د ډبرو سکرو کانونه شته چې له لسګونو کلونو راهیسې په قانوني ډول د غوري سمنټو فابریکې فعاله ساتلو لپاره کېندل کېږي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP