Language

کندهار ښار کې چاودنې درې تنه ووژل او ۷ تنه یې ټپیان کړل

کندهار (پژواک، ۲ تله ۹۸) په کندهار ښار کې ددولت ساز ټاکنیز ټیم پر دفتر چاودنه کې د ماشومانو په ګډون ۳ تنه وژلي او ۷ تنه یې ټپيان کړي دي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل نن ماښام د اتو بجو په شاوخوا کې د کندهار ښار د ۱۴مې امنیتي حوزې په ساحه کې ولسمشرۍ ته د نوماند محمد اشرف غني د دولت ساز ټيم پر دفتر چاودنه شوې ده.

هغه زیاته کړه، چې ماین د دفتر پر دېوال نښلول شوی او چاودنه یې کړې ده.

بارکزي وویل، په دې پېښه کې د دوو ماشومانو په ګډون ۳ تنه وژل شوي او د یوې مېرمنې په ګډون ۷ تنه ټپيان شوي دي. چې لاریوان او ګاونډیان وو.

د دې پېښې پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخیستې.

login or register a new account.

Related Topics