Language

ګردېز کې یو قومي مشر وژل شوی

ګردېز (پژواک، ٢ تله ٩٨): د پکتيا چارواکي وايي چې ناپېژاندو وسله والو په ګردېز ښار کې يو قومي مشر پر ډزو وژلى دى.

د پکتیا د امنیې قوماندانۍ ویاند سردار ولي تبسم د تلې په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ناپېژاندو وسله والو نن سهار قومي مشر جان محمد جلالي په جهاد مېنه کې پر ډزو وژلى دى.

تبسم وويل چې جلالي له تېرو څو کلونو راهیسې د ګردېز  اړوند د خطابې کلي قومي مشر و.

د خطابې کلي اوسېدونکى عبدالله وايي چې جلالي شخصي دښمني نه لرله او د ښه نوم څښتن و.

عبدالله وويل چې نوموړي خطابې کلي ته د اړوندو ادارو په پام اړولو او د ګردېزــ زرمت سړک د چارو په پيل کې ډېرې هلې ځلې کړې دي.

دى وايي: ((جان محمد ولسي سړى و، له هر چا سره يې ښه ارتباط درلودل، نه پوهېږو کومو ظالمانو مړ کړ، واړه، واړه اولادونه يې پاتې شول.))

د ګردېز اوسېدونکى حقمل بريال هدفي وژنې اندېښمنوونکې بولي او له کشفي او استخباراتي ارګانونو غواړي چې په دې اړه جدي و اوسي.

بريال پژواک ته وويل: ((نن سهار په جهاد مېنه کې يو قومي مشر وويشتل شو، په بازار کې د کابلبانک مخې ته يو بل سړى نامعلومو وسله والو وويشت، د دې حالت کنټرول ډېر ضرور دى، خلک ټول سخت اندېښمن کېږي.))

د يادونې ده، تېره مياشت هم نامعلومو وسله والو د ګردې څېړۍ ولسوالي يو قومي مشر وژلى و.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د ملي امنيت ځواکونو په غزني کې د طالبانو پر يوه مرکز عمليات کړي دي.

د ملي امنيت له مطبوعاتي دفتره پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ځانګړو ځواکونو د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د طالبانو د سرې قطعې د قوماندان ملا ادريس پر يوه مرکز عمليات کړي دي.

سرچينه وايي چې په دغو عملياتو کې د ملا ادريس درې پټنځايونه له منځه وړل شوي چې په ترڅ کې يې يو ميل کلاشينکوف، درې ميله تومانچې، يو ميل شاتګن، بمونه، يوه پايه مخابره، زرګونه مرمۍ او ځينې نور وسلې ترلاسه شوي دي.

login or register a new account.