Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

“د سيمې په کچه د افغان دولت لويې اقتصادي پروژې پلې کولو ته چمتووالی روان دى.”

ګردېز (پژواک، ٣ تله ٩٨) : په پکتيا ولايت کې د ختيځ، سوېل او لوېديځ دهلېز په نوم د دولت د لويې اقتصادي پروژې په اړه علمي کنفرانس جوړ شو.

په دې کنفرانس کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې ځينو چارواکو، د سوداګرۍ، ترانسپورټ او فرهنګ وزارتونو مرستيالانو، د پکتيا او پکتيکا واليانو او د پکتيا سلګونه اوسېدونکو ګډون کړى وو.

مسوولين وايي چې دا پروژه د افغان دولت تر ټولو لويه اقتصادي پروژه ده چې په مټ به يې بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، پکتيا، لوګر، پکتيکا، خوست، کندهار، هلمند او نيمروز ولايتونه په اقتصادي، علمي او کلتوري لحاظ سره ونښلول شي.

د سوداګرۍ وزارت مرستيال ذکريا محمدي وايي سيو (سوت، ايسټ او وېسټ) د افغان دولت له خوا طرحه شوې او پلې کېدونکې اوږدمهالې ملي پروژه ده چې ډېره برخه اداري کارونه يې تر سره شوي، چې د هېواد اقتصادي پراختيا او لا ډېر نښلولو په برخه کې به زياته ګټوره وي.

محمدي پژواک ته وويل چې د دې پروژې له پلې کېدو سره به په دې هر ولايت کې صنعتي پارکونه، د سوداګرۍ او تګ، راتګ ګڼې اسانتياوې رامنځته شي.

ده زياته کړه:((که په افغانستان کې ترانزيټي لارې پياوړې شي، بديلې لارې جوړې شي، بهرنيان هم هڅه کوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. موږ پروني حالت کې نه يو، د لاجوردو تاريخي لار وګورئ، حيرتان وګورئ، هوايي دهلېزونه وګورئ، دا هم خلکو ته د کاغذ پر مخ ښکارېدې، خو نن يې تاسو عملي وينئ، انشاالله دا ملي برنامه به هم داسې پلې کيږي.))

د  ترانسپورټ وزارت مرستيال رحيم الله لودين وويل چې د سيو ملي پروژې له پلې کېدو سره به د يادو ولايتونو په مسير کې ترانزيټي لار، ښاري حلقوي سړکونه او رېل پټلۍ جوړه شي.

لودين  زياته کړه چې ياد کنفرانس هم د سيو پروژې د عملي چارو د پيل يوه برخه ده او هدف يې د دې پروژې په اړه خلکو ته معلومات ورکول او د هغوی نظريات اخيستل دي.

نوموړى وايي:((د دې پروژې پر تطبيقي او بوديجوي پلانونو لا هم کار روان دی، د خلکو نظريات او د سيمو موجوده حالات له موږ سره مرسته کوي. اوسمهال موږ پر ګردېز ــ پټان، احمدخېل ــ ځاځي اريوب، څمکني ــ جاني خېل او ګردېز ــ زرمت سړکونو کار کوو. د ګردېز ــ زرمت سړک يوه برخه کې ستونزې وې، له حل سره به يې د پاتې برخې سروې بشپړه شي، د ګردېز حلقوي سړک دوه برخې سروې شوې، د يوې برخې ډيزاين يې شوی او د يوې برخې سروې يې پاتې ده.))

د پکتيا والي شميم خان کټوازی ياده پروژه خورا ګټوره يادوي او وايي چې له دې سره به په يادو ولايتونو کې د علمي او فرهنګي پرمختګونو سربېره د داخلي او بهرنۍ پانګونې زمينې هم برابرې شي.

هغه پژواک ته وويل چې پکتيا کې د دې پروژې د عملي کار د پيل لپاره ټول تدابير نيول شوي او خلک هم په خورا لېوالتيا هر ډول مرستې ته چمتو دي.

نوموړی وايي:((دا د پروژې د عملي پلې کېدا مراحل دي، چې فکر ايجاد شوی، له نړيوالو سره شريک شوی، ابتدايي طرحه اماده شوې او اوس د خلکو نظريات راټوليږي. پيل يې له پکتيا و، موږ ورته ډاډ ورکړی چې د پکتيا په حدودو کې موږ ټوله امادګي نيولې، دولتي امکانات د پروژو په خدمت کې دي او ولس هم مرستې ته چمتو دی.))

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.