Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کندوز په علي اباد کې لس سيمه ييز پوليس وژل شوي

کندوز ښار (پژواک، ٣ تله ٩٨): د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې د طالبانو د بريد په ترڅ کې لس سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.

د علي اباد ولسوالۍ سرپرست امنيه قوماندان سمونيار جان محمد د تلې په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د طالبانو د سرې قطعې کسانو د عرضبيګي په کلي کې پر سيمه ييزو پوليسو بريد کړى دى.

هغه وايي: ((هره شپه پوليسو په دغه سيمه کې طالبانو ته کمين نيوه، خو تېره شپه طالبان له دوى څخه مخکى ورغلي او پوليسو ته يې کمين نيولى دى.))

د نوموړي په وينا،  طالبانو په دغه کمين کې لس سيمه ييز پوليس وژلي دي.

ده وويل: ((وروسته موږ ورغلو، طالبانو سره مو جګړه وکړه او د وژل شويو پوليسو جسدونه مو ترلاسه کړل.))

دغه راز د سيمې يوه اوسېدونکي نعيم الله پژواک ته وويل چې تېره شپه په عرضبيګي طالبانو يو شمېر پوليس وژلي دي.

دى وايي: ((اول يې پوليس نيولي، بيا له ټولو سرونه غوڅ کړي، بيا يې وسلې او نور مهمات طالبانو له ځانه سره وړي دي.))

همدارنګه د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند انعام الدين رحماني هم ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې په دې اړه پلټنې پيل شوې دي.

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه د ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.