کابل (پژواک، ٣ تله ٩٨) : په پاکستان کې د زلزلې له امله شاوخوا ٣٠ تنه مړه او تر ٤٥٠ پورې نور ټپيان شوي دي.
د پاکستان ملي راډيو خبر ورکړى، چې دا زلزله پرون مازيګر ناوخته د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير او د پنجاب ولايت په جهلم سيمو کې شوې وه.
د پاکستان د هوا پېژندنې د معلوماتو له مخې، د ریکټر په کچه د زلزلې شدت پنځه اعشاریه اته درجې و او مرکز د پاکستان پنجاب له جهلم ښاره پنځه کيلومتره لرې و.
ځايي چارواکو رسنيو ته ويلي، چې د زلزلې له امله په ډېرو سيمو کې کورونه نړيدلي او سړکونه ويجاړ شوي دي.
پاکستانيو رسنيو د ځېنو ځايي سرچينو په حواله خبر ورکړى، چې تر دې دمه د زلزلې له امله ٣٠ تنه مړه او تر ٤٥٠ نور ټپيان شوي دي.
د پاکستان بېړنيو مرستو همغږې کونکې ادارې مشر ډګر جنرال محمد افضل په يوه خبري کنفرانس کې وويل، چې په روغتونونو کې بيړنى حالت اعلان شوى او مرستندويه ټيمونو له ځپل شويو خلکو سره مرستې پيل کړې دي.
د يادونې وړ ده، چې څو کاله مخکې هم په کشمير اوشاوخوا سيمو کې د زلزلې له امله زرګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP