کابل (پژواک، ۴ تله ۹۸): پر ټاکنو د څار بنسټونه په هېواد کې د ټاکنو بهیر د څار لپاره له ۱۱زرو د ډېرو کسانو د ګومارنې خبر ورکوي او وايي چې د دغه بهیر پر وړاندې لاهم جدي اندېښنې موجودې دي.
راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته ۱۸ کسان نوماند دي چې درې کسان د یوه نوماند په ګټه له نوماندۍ تېر شوي او محمد حنیف اتمر په ټاکنو کې د نه ګډون پرېکړه کړې او ویلي یې دي چې له هېڅ مشخص نوماند څخه ملاتړ نه کوي.
په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو د موسسې «فیفا» اجرایوي رییس محمد یوسف نن په کابل کې خبري ناستې ته وویل، دغه بنسټ په ټول هېواد کې د ټاکنو بهیر د څار په موخه شپږ زره کسان ګومارلي دي.
هغه په یاد بهیر کې د خلکو د پراخ ګډون غوښتنه وکړه او ویې ویل، د خلکو ګډون د دغه بهیر د روڼتیا لامل کېږي، خلک باید په ټاکنو کې ګډون وکړي او خپل برخلیک وټاکي.
هغه په مرکز او ولایتونو کې له حکومتي چارواکو وغوښتل چې په یاد بهیر کې د روڼتیا او عدالت د تامین لپاره په ټاکنو کې برخه واخلي.
دغه راز نوموړي وویل، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دې د سرغړونې، درغلۍ او ټاکنیزو جرمونو د لیدو په صورت کې د شکایت ثبت نه انتظار نه باسي او یاد موارد دې تر څېړنې لاندې ونسي.
رشید له جزئیاتو پرته وویل: ((د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان دې خپلو خبرو او پیغامونو ته متوجه وي او دغه بهیر باید په سوله ییز ډول ترسره شي او د وحشتناکو پیغامونو له ورکولو دې ډډه وکړي.))
نوموړي له نوماندانو وغوښتل چې خپل پلویان پوه کړي څو درغلي ونه کړي او پرېږدي چې حق حقدار ته ورسېږي.
هغه ناامنۍ، له بایومتریک ماشینونو د سمې کارونې په اړه د ډاډ نه شتون، د ښځو د رایې ورکونې په محلونو کې د ښځو کارکوونکو کمښت، په اووه ولایتونو کې د مخابراتي شبکو پرې کول او نور د دغه بهیر اندېښمن کوونکي موارد ګڼي او له اړوند بنسټونو غواړي چې یادو مواردو ته جدي توجه وکړي.
دغه راز نوموړي په ډاګه کړه چې د ټاکنو په ورځ د خلاصو او تړلو مرکزونو امنیتي اروزنه په رښتینې ډول نه ده ترسره شوې.
نوموړي د بېلګې په ډول د لوګر ولایت د رایې ورکونې په یوه مرکز کې په داسې حال کې د ۱۳ زره رایې ورکوونکو لپاره تیاری نیولی چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې په دغه مرکز کې له ۱۱۰۰ ډېرو کسانو رایې نه دي ورکړې.
هغه دغه راز له یاد بهیر څخه د نړیوالې ټولنې د ملاتړ غوښتنه وکړه او په دې اړه یې اندېښنه څرګنده کړه چې په کابل کې د رایې ورکونې په مرکز کې بهرني څارونکي نشته.
login or register a new account.