Language

ملګرو ملتونو په افغانستان کې پر ملکي تلفاتو اندېښنه وښوده

کابل (پژواک، ٤ تله ٩٨): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (یوناما) په افغانستان کې د ملکي تلفاتو پر ډېرېدو یو ځل بیا ژوره اندېښنه ښيي او د جګړې له ښکېلو غاړو غواړي چې په شخړو کې د ملکیانو خوندیتوب ته کلک پام وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو ويلي: «د جګړې د  ښکېلو ډلو له خوا په وروستیو ورځو کې د ملکي وګړو ژوند ته نه پاملرنه، په ځانګړي ډول له توپیر پرته بریدونه زړه بوږنوونکې دي.))

هغه غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د ملکي وګړو ژوند باید خوندي شي.

د يوناما له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، څو ورځې مخکې وسله والو طالبانو په پروان ولایت کې د یوه ټاکنیز کمپاین پر ناستې د ځانمرګي برید مسوولیت واخیست.

په دغه برید کې دېرش ملکیان ووژل شول او ۵۱ نور ټپیان شول.

سرچينې زياته کړې، دغه راز دوه ورځې وروسته په زابل ولایت کې طالبانو د هغه برید مسوولیت ومانه چې ۲۵ ملکي وګړي په کې ووژل شول او ۹۳ نور ټپیان شول.

د دغه بې توپیره او ناانډوله موټربمب برید له کبله ورڅېرمه روغتون ته پراخه ویجاړي واوښته او په کې بوخت روغتیايي کارکوونکي او ناروغانو ته سخت زیان ورسېد.

په خبرپاڼه کې راغلي، یو شمېر باوري رپوټونه ښيي چې د امریکا متحدو ایالتونو د نظامیانو له خوا د سپټمبر په ۱۹مه په ننګرهار کې او د سپټمبر په ۲۲مه په هلمند کې د ترسره شوو هوايي بریدونو له کبله ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د یوناما لومړنۍ موندنې ښيي چې د ننګرهار په شوي هوايي برید کې ۱۶ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

په هلمند کې د امریکايي او افغان ځواکونو له خوا ځمکني عملیات ترسره شوي چې د امریکا د هوايي ځواکونو له خوا یې ملاتړ کېده.

لومړنۍ موندنې ښيي چې دغلته لږ ترلږه ۲۰ ملکیان چې تر ډېره ښځې او ماشومان دي، وژل شوي او ټپیان شوي دي.

ملګري ملتونه د شخړې له ښکېلو غاړو په ټینګه غواړي چې ملکیانو ته د زیان رسېدو د مخنیوي لپاره دې ټول ممکنه احتیاطي تدابیر ونیسي.

login or register a new account.