خوست ښار (پژواک، ۵ تله ۹۸): د خوست په ملکي روغتون کې د ۲۸ ميليونه افغانيو په لګښت جوړې شوې څلور انتظار ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د خوست والي محمد حليم فدايي نن (د تلې ۵مه) د دې انتظارخونو د پرانيستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې سره هغو پايوازانو ته د سرپناه زمينه برابره شوه چې له ناروغانو سره به یې په بسترخونو کې يو ځای شپې تېرولې.
نوموړي زياته کړه، يادې انتظارخونې چې ښځې او سړي دواړه ترې ګټه اخيستلی شي، په عصري او مجهز ډول جوړې شوې دي.
په ورته مهال د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکتر حبيب شاه انصاري پژواک اژانس ته وويل چې د دغو انتظارخونو جوړولو ته ډېره اړتيا ليدل کېده.
نوموړي زیاته کړه، مخکې له دې پايوزانو د لرګیو له تختو جوړې يوې وړې کوټې ګټه اخيسته چې اصلاً مناسب ځای نه و.
په همدې حال کې د خوست په ملکي روغتون کې د ناروغانو پايوازان هم وايي چې مخکې له دې يې د ناستې او شپې تېرولو لپاره مناسب ځای نه درلود، خو اوس يې دا ستونزه حل شوه.
login or register a new account.