کابل (پژواک، ٦ تله ٩٨): ټاکنو کمېسیون او د هېواد امنیتي ارګانونو په مرکز او ولایتونو کې په شفاف ډول د رایې ورکونې بهیر د دوام خبر ورکړی او یو ځل بیا یې په ټاکنیز بهیر کې د ملکي او نظامي کارکوونکو پر بېطرفۍ ټینګار کړی دی.
د ټاکنو کمېسیون، ملي دفاع وزارت، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ویاندویانو د حکومت د رسنیو په مرکز کې په یوه ګډه خبري ناسته کې له رسنیو سره د رایې ورکونې د بهیر په اړه معلومات شریک کړل.
د ټاکنو کمېسیون ویاند میرزامحمد حقپرست وویل: ((د رایې ورکونې بهیر په ټولو مرکزونو او ولایتونو کې جریان لري، د ټاکنو خپلواک کمېسیون کارکوونکي د سهار له اوو بجو مخکې په ټولو مرکزونو او محلونو کې ګډون درلود او بایومتریک ماشینونه په ټولو مرکزونو او محلونو کې موجود دي.))
هغه زیاته کړه، په ټول هېواد کې شاوخوا ۱۳۷زره څارونکي او شاهدان د رایې ورکونې له مرکزونو او محلونو څارنه کوي.
نوموړي د ټاکنو کمېسیون له کارکوونکو وغوښتل چې په ټاکنو کې خپله بېطرفي وساتي او ددغه بهیر تر پایه د کړنلارې مطابق د رایې ورکوونکو په خدمت کې وي.
هغه له ملي او نړیوالو څارونکو هم وغوښتل چې د کړنلارې مطابق د رایې ورکونې له بهیره څارنه وکړي.
بلخوا د ټاکنو کمېسیون له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، هغو کسانو ته چې نومونه یې په چاپي نوملړ کې شامل وي خو په ډیجیټلي نوملړ کې پیدا نه شي، یا یې نوم په ډیجیټلي نوملړ کې شامل خو په چاپي نوملړ کې شامل نه وي، د رایې ورکونې حق ورکول کېږي.
سرچینې لیکلي، د دغو کسان د رایې ورکونکو د نوملړ په پای کې د دوی د معلوماتو له ثبت او ژورنال وروسته کولای شي رایې ورکړي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په یوه خبري ناسته کې ډاډ ورکړ چې د رایې ورکونې د ټولو مرکزونو او محلونو امنیت ملي، دفاعي او امنیتي سرتېرو ټینګ کړی او تر اوسه د هېڅ داسې امنیتي پېښې چې دغه بهیر ګډوډه کړي، راپور نه دی ورکړل شوی.
هغه خلکو ته ډاډ ورکړ چې له هر ډول اندېښنې پرته په ټاکنو کې ګډون وکړي او د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکړي.
رحیمي له خلکو وغوښتل چې د تېرو ملي مناسبتونو په څېر د ولسمشرۍ ټاکنو د امنیت ساتنې په برخه کې له امنیتي سرتېرو سره همکار وي او د هر ډول امنیتي ګواښ په اړه راپور ورکړي.
د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي نننۍ ناستې ته وویل: ((د ټاکنو د امنیتي پلان دویمه مرحله به چې د ټاکنو د ورځې امنیت ساتل دي، د لومړۍ مرحلې په ډول په بریالیتوب پای ته ورسېږي.))
د ده په خبره، ټولې سیمې چې له امنیتي ګواښونو سره مخ دي، د پراخو عملیاتو په ترڅ کې پاکې او د رایې ورکونې د محلونو او مرکزونو امنیت ساتل شوی دی.
هغه ډاډ وکړ چې د هېواد امنیتي او دفاعي سرتېري دښمن تعقیبوي او اجازه به ورنه کړي چې دښمن خپلو شومو موخو ته ورسېږي.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ویاند سید شاه سقیم وویل، ټاکنې په ټول هېواد کې د سهار په اوو بجو پیل شوې او والیانو، مرستیال والیانو، ولسوالانو او ښاروالانو خپلې رایې کارولې دي.
د ټاکنو کمېسیون د کړنلارې مطابق ولسمشرۍ ټاکنې نن شهر اووه بجې پیل شوې او ټاکل شوې او د ماسپښین په درېیو بجو پای ته ورسېږي.