Language

“بغلان کې د مخابراتي شبکو بندښت له امله د ټاکنيز بهير په اړه معلومات نه شته”

پلخمري (پژواک، ۷ تله ۹۸): د بغلان د ټاکنو کمېسيون مسوولين وايي، د دې ولايت په ولسواليو کې د مخابراتي شبکو د بندښت له امله په دې سيمو کې د ترسره شوي ټاکنيز بهير په اړه معلومات نه لري.

د دې ولايت د ټاکنو کمېسيون رييس نورالله پيغام، نن له امنيتي مسوولينو سره په ګډه خبري ناسته کې وويل چې له ټاکنو وړاندې امنيتي اندېښنو ته په کتلو په بغلان کې ټاکنې ښې ترسره شوې او د خلکو ګډون هم د قناعت وړ و، خو په ځينو سيمو کې ستونزې وې.

ده زياته کړه: "د ولايت له مرکز پلخمري ښار پرته د شاوخوا سيمو او ولسواليو کې له مرکزونو تردې دمه معلومات نه لري چې ووايي په کومه کچه رايه کارول شوې او کوم مرکزونه تړلې پاتې وو، خو دومره ويلاى شم، هغه لږ شمېر مرکزونه چې لوړ امنيتي تهديد لاندې وو، ممکن په کې ټاکنې نه وې شوي."

د بغلان امنيه قوماندان سمونوال نيازمحمد نيازمند وويل، د ټاکنو په ورځ له اټکل زيات امنيتي ګواښونه وو چې د امنيتي ځواکونو په سرښندنې سره چې يو پوليس او شپږ پاڅونوال په کې ووژل شول او ١٣ نور ټپيان شول، مخه يې ونيول شوه.

د هغه په وينا، د امنيتي ګواښ پر وړاندې يې د سر په قربانۍ مبارزه وکړه، خو د مخابراتي شبکو بندښت د ټاکنو کمېسيون کارونه له خنډ سره مخامخ کړل.

دى زياتوي، د مخابراتي شبکو مسوولينو ورسره ژمنه کړې وه چې د ټاکنو په ورځ به فعاليت لري، دا چې هغوى دغه ژمنه پوره نه کړه، نو دفترونه به ور وتړي او هم به قانوني پوښتنې ترې وشي.

په بغلان کې له ټاکنو دوه ورځې وړاندې تراوسه (د تلې ٧مه) ټولو مخابراتي شبکو فعاليت ځنډولى چې له امله يې له ولسواليو سره د ټاکنو کمېسيون د کارکوونکو او عامو خلکو اړيکې پرې دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.