Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

“د برېښنا پرې کېدو د رایې ورکولو هيڅ مرکز له ستونزې سره مخ نه کړ”

“د برېښنا پرې کېدو د رایې ورکولو هيڅ مرکز له ستونزې سره مخ نه کړ”

author avatar
29 Sep 2019 - 16:49
“د برېښنا پرې کېدو د رایې ورکولو هيڅ مرکز له ستونزې سره مخ نه کړ”
author avatar
29 Sep 2019 - 16:49

کابل (پژواک، ٧ تله ۹۸): د هېواد په ځینو ولایتونو کې نن برېښناپرې شوې وه؛ خو له حراتي برېښنا څخه د ګټه اخیستنې له امله په هېواد کې د رایې ورکولو په مرکزونو کې د رایو بهیر له  هيڅ ستونزې سره مخ نه شو.

د برېښنا ریاست تېروه ورځ ویلي و چې د کابل په ګډون ځینې هغه ولایتونه چې د ورداتي برېښنا له انرژۍ ګټه اخلي، د برېښنا د پایو په ساحه کې جګړه شوې چې برېښنا په پوره ډول پرې شوې ده .

د پژواک خبري اژانس خبریالانو، له مرکز او ولایتونو د رایې ورکولو له مرکزونو د ګزارش ورکولو   پرمهال ویلي چې د برېښنا نه شتون د رایې ورکولو هېڅ مرکز له ستونزې سره نه دی مخ کړی.

 د پژواک خبري اژانس د معلوماتو له مخې، په غور، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، هرات، دایکنډي، فاریاب، بدخشان، او نمیروز ولایتونو کې عمومي برېښنا پرې شوې وه.

 همدارنګه د پژواک خبریال، په ننګرها او لغمان ولایتونو هم وايي، که څه هم چې د برېښنا جریان له څو ورځو راهیسې، په دې دواړ ولایتونو کې قطعه شوی؛ خو نن ورځ د رایې ورکولو په مرکزونو کې، له ډیزلي جنراتورونو ګټه اخیستل شوې او د رایو ورکولو بهیر له دې امله له ستونزې سره نه دی مخ شوی.

 همدارنګه له کونړ او نورستان ولایتونو په راپورونو کې هم داسې راغلي چې د کار د پرمخ وړلو لپاره یې د رایې ورکولو په مرکزونو کې له ډیزلي برېښنا ګټه پورته کړې ده.

په همدې ترتیب په بدخشان، دایکنډي، غور، او نیمروز ولایتونو کې د پژواک خبریالانو راپور ورکړی چې د برق د جریان نه شتون، ددې ولایت د رایې ورکولو هېڅ مرکز نه دی زیانمن کړی او د کار پر مخ وړلو لپاره یې، له ډیزلي جنراتورونو ګټه اخیستې ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.