Language

د پښتو ژبې وتلى سندر غاړى استاد هدايت الله وفات شو

کابل (پژواک، ٧ تله ٩٨) : د پښتو ژبې وتلى سندر غاړى استاد هدايت الله د ٧٩ کلونو په عمر له اوږدې ناروغۍ وروسته وفات شوى دى.

د کوزې پښتونخوا په پېښور ښار کې مېشت لېکوال او ژورنالېست د امريکا غږ ډيوه راډيو خبريال ميا فاروق فراق د تلې په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې استاد هدايت الله پرون د پېښور په بېرسکو سيمه کې خاورو ته وسپارل شو.

هغه زياته کړه، استاد هدايت الله په ۱۹۴۰زېديز کال پېښور سره نږدې د نوښار په ډاګ بېسود سيمه کې زېږېدلی او د خپل ژوند زياته برخه يې په پېښور کې تېره کړې وه.

فراق وايي، هدايت الله د ژوند په وروستيو کې  د اقتصادي ستونزو له امله کړېدلو او له اوږدې مودې راهيسې ناروغه او په کټ کې پروت و.

د پښتو ژبې د غزل بادشاه سندرغاړي استاد خيال محمد د استاد هدايت الله مړينه د پښتو هنر لپاره يو ستر زيان بللی او ‌ويلي يې دي چې د هغه مړينې سره پښتانه له يوه ستر شخصيت څخه محرومه شول.

فراق وايي  چې استاد هدايت الله د پښتو ژبې په سلګونو فلمونو کې سندرې ويلي، دغه راز په تلوېزيون او راډيوګانو کې يې هم سندرې ويلې.