Language

غزني کې د هوايي بريد له امله  شپږ ملکي وګړي وژل شوي

غزني ښار (پژواک، ٧ تله ٩٨):د غزني په خواجه عمري ولسوالۍ کې د هوايي بريد له امله د څلورو ماشومانو په ګډون شپږ ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

د خواجه عمري ولسوالۍ ګڼ شمېر اوسېدونکو د تلې په اوومه د يادو وژل شويو کسانو جسدونه د اعتراض په توګه د غزني د ولايت مخ ته راوړي وو.

د دې کسانو له ډلې څخه روح الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه اووه بجې د دهاجې په سيمه کې بې پيلوټه الوتکې پر ملکي وګړو هوايي بريدونه کړي دي.

هغه وايي:(( په دغو بريدونو کې شپږ تنه ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور زخميان دي، په وژل شويو کې بيا څلور تنه يې ماشومان دي.))

دغه راز د وژل شويو کسانو د کورنۍ غړي شفيع الله پژواک ته وويل چې وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي دي او له طالبانو سره يې هېڅ ډول اړيکه نه درلوده.

ده وويل: ((دغه کسان په خپل باغ کې په کار بوخت و چې هوايي بريد پرې شوى او ټول يې مړه کړي دي.))

يو شمېر نورو اعتراض کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل که چيرې حکومت د دوى د مړو جدي پوښتنه ونه کړي په پراخو لاريونونو او نورو مدني حرکتونو به لاس پورې کړي.

په ورته وخت کې د غزني ولايتي شورا منشي حميدالله سروري هم وويل چې د خواجه عمري ولسوالۍ د تېرې شپې په بريد کې ملکي وګړي وژل شوي دي.

ده وويل:((ما دغو خلکو سره له نږدې وليدل، وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي دي، حکومت بايد د ملکي وګړو ژوند ته پوره پاملرنه وکړي او د دغه ډول پېښو مخه بايد ونيسي.))

د يادو څرګندونو په اړه د غزني والي وحيدالله کليمزي پژواک ته وويل چې په خواجه عمري کې يو شمېر ملکي وګړي وژل شوي دي.

دى وايي: ((طالبان د طيارو تر څار لاندې و، طالبانو منډې وهلې او يو باغ ته ننوتلي چې هلته ملکي وګړي هم وو، په همدغه وخت کې طيارې بريد کړى چې پنځه طالبان او يو شمېر ملکي وګړي په کې وژل شوي دي.))

والي زياتوي چې د يادې پېښې د څېړنې په موخه يې يو کمېټه ټاکلې او د پېښې عاملينو ته به هم د قانون له مخې سزا ورکړل شي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.