Language

نړيوالې ټولنې په برياليتوب سر د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدو له امله مبارکي ورکړه

کابل (پژواک،٧ تله ٩٨) : ملګرو ملتونو، ناټو، اروپايي ټولنې،امريکا او يو شمېر نورو هېوادونو په ښه توګه د افغان ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدو له امله مبارکي ورکړې ده.

د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره چې ١٨ نوماندانو نوم ليکنه کړې وه، خو پنځو تنه يې لاس په سر شول، پرون د تلې په ٦مه، په ټول هېواد کې ١٣ نوماندانو ته د رايې په ورکولو د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شوې.

په ځېنو ولايتونو کې له وړو امنيتي پېښو پرته کومه لويه ستونزه رامنځته نه شوه او د کمېسيون د معلوماتو له مخې، په ٤٩٠٨ مرکزونو کې ټاکنې ترسره شوې.

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر يوناما له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې له هغو ټولو رای ورکونکو چې پرون يې دولسمشرۍ په ټاکنو کې رايه ورکړه او له هغو ټولو افغانانو مننه کړې او مبارکي ورکړې چې د ټاکنو په ترسره کېدو کې يې مرسته وکړه.

سرچينې زياته کړې، دغه ماموريت هغه کسان غندي چې د ډيموکراسۍ د تخريب لپاره يې تاوتريخوالي او وېرې خپرولو ته مخه کړې وه.

دافغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تداميچي ياماموتو ويلي :" پرون مې په کابل کې د راى ورکولو له يوه مرکز څخه د ليدنې پرمهال له هغو ښځو او نارينه وو ستاينه وکړه چې په ډېرو سختو شرايطو کې يې د باوري اوشفافو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره کار وکړ. رايې ورکونکي له ډيموکراسۍ د ملاتړ په پار د ستاينې وړ دي."

په کابل کې دامريکا سفارت هم په يوه ټويټ کې افغانانو ته په برياليتوب سره د ولسمشرۍ ټاکنو په ترسره کېدو مبارکي ورکړې ده.

سرچينې زياته کړې، افغانانو له ګواښونو سره سره په جرئت سره په ټاکنو کې برخه واخيسته او د ډيموکراسۍ او جمهوريت ملاتړ يې وکړ.

د امريکا سفارت له ټولو کانديدانو غوښتي چې د رسمي پايلو تر اعلان پورې دې له هوش څخه کار واخلي او قانون ته دې درناوى ولري.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر له خوا هم په يوه ټويټ کې افغانانو ته د مبارکۍ ورکولو ترڅنګ ويلي، چې د تلې ٦مه، افغانانو ته دډيموکراسۍ د درناوي ورځ ده.

سرچينې ويلي، لسګونه افغانان د خپلو رايو کارولو لپاره په اوږده کتارونو کې ولاړ وو او امنيت يې هم په ښه توګه ټينګ شوى و.

د ناټو سازمان سرمنشي جنيز سټولټنبرګ هم په يوه ټويټ کې د مبارکۍ ورکولو ترڅنګ د افغانانو ستاينه کړې، چې په پراخه کچه په ولسمشرۍ ټاکنو کې يې برخه واخيسته.

login or register a new account.