مزارشريف ( پژواک، ۷تله، ۹۸) : په بلخ ولايت کې د ټاکنو کمېسيون ولايتي دفتر وايي چې دغه ولايت کې يې شاوخوا ۸۵ سلنه رايه شمېرلې، چې له مخې يې ټولټال ۵۷ زره کسانو خپله رايه استعمال کړې ده.
د بلخ ټاکنو کمېسيون رييس د دغه ولايت له ملکي او نظامي چارواکو سره د تلې په ۷مه، د يوه خبري کنفرانس له لارې دا هم وويل چې د ثبت نام په پرتله په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه څو چنده کمه وه.
د ټاکنو کمېسيون رييس محمد ايوب بياني پژواک ته وويل چې تر دې مهاله د مزارشريف ښار او لسو ولسواليو رايې د ټاکنو کمېسيون مرکز ته رسېدلې او شمېرل شوې دي.
هغه زياته کړه، کمېسيون ته رسېدلې رايې د بلخ د ټولو رايو ۸۵ سلنه جوړوي، چې له مخې يې شاوخوا ۵۷ زره کسانو خپله رايه کارولې ده.
د نوموړي په خبره، د څلورو ولسواليو رايه لا هم ټاکنو کمېسيون ته نه ده رسېدلې او هڅې روانې دي، چې تر نن ماښامه پورې ورسېږي.
د بلخ د ټاکنو کمېسيون رييس زياته کړه، چې دغه ولايت کې ۴۶۵ زره کسانو خپل نومونه ثبت کړي وو، چې د ثبت نام په پرتله کارول شوې رايه څو چنده کمه ده.
ناسم امنيتي وضعيت بلخ کې د رايې ورکولو د پروسې د کمرنګۍ دليل ګڼل کېږي.
په ورته مهال بلخ کې ټاکنيزو شکايتونو ته د رسېدو کمېسيون وايي چې تر دې مهاله دوی سره ۵۳ شکايتونه ثبت شوي دي.
د ياد کمېسيون مشرې انجيلا عزيزي پژواک ته وويل، چې دغه شکايتونه يې د مزارشريف ښار اړوند ناحيو څخه تر لاسه کړي او له ولسواليو څخه لا هم شکايتونه نه دي ورته رسېدلي.
د هغې په خبره، د بايومټريک سيستم ناسم کار او په لېستونو کې د رايې ورکوونکو د نومونو نه موجوديت په اړه يې ډېر شکايتونه تر لاسه کړي دي.
هغه زياته کړه چې د ۴۸ ساعتونو په موده کې هر څوک کولای شي، خپل شکايتونه مستند کړي او دغه کمېسيون ته يې وسپاري.
د بلخ والي محمد اسحاق رهګذر بيا په خپلو خبرو کې له امنيتي ځواکونو څخه مننه وکړه، چې بلخ کې يې د ټاکنو پروسې امنيت خوندي کړی وو.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP