Language

طالبانو د غزني د امنيې قوماندانۍ ملکي مرستيال وژل شوى

غزني ښار (پژواک، ٨ تله ٩٨): د غزني د امنيې قوماندانۍ ملکي مرستيال د وسله والو طالبانو له لوري په ميدان وردګو ولايت کې وژل شوى دى.

په دې اړه د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند احمد خان سيرت د تلې په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون ناوخته وسله والو طالبانو د ميدان وردګو ولايت د سيداباد ولسوالۍ په سالار سيمه کې د غزني د امنيې قوماندانۍ ملکي مرستيال ميرزا حسين وژلى دى.

هغه وايي: ((له کابل نه غزني ته روان و چې په دغه سيمه کې طالبانو له موټره ښکته کړى او بيا يې پر ډزو وژلى دى.))

ده وويل چې د پېښې په تور څوک نه دي نيول شوي، خو پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

په ورته وخت کې د غزني د ولايتي شورا غړي حسن رضا يوسفي رسنيو ته ويلي چې تېره ورځ د غزني د امنيې قوماندانۍ ملکي مرستيال او د تخنيک امر د کابل-غزني پر لويه لار د طالبانو له لوري له موټره ښکته کړاى شوي دي.

ده وويل چې د تخنيک د آمر په اړه معلومات نشته، خو د امنيې قوماندانۍ د ملکى مرستيال جنازه په ملکي روغتون کې وه چې نن به يې کورنۍ ته وسپارل شي.

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.