کابل (پژواک، ٩ تله ٩٨): د ملي امنيت سلاکار ډاکتر حمدالله محب د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډې په څنډه کې د دغه سازمان له سرمنشي سره ليدلي دي.
په نيويارک کې د افغانستان د دايمي ماموريت دفتر له خوا د تلې په ٩مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ډاکتر محب د ملګرو ملتونو له سرمنشي انټونيو ګوټيرز سره وليدل.
سرچينې زياته کړې چې په دې ليدنه کې د افغانستان دايمي استازې مېرمن عادلې راز او نورو هم ګډون درلود.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ليدنه کې د افغانستان پر ولسمشرۍ ټاکنو، امنيتي حالاتو او د سولې پر پروسې په تفصيل سره خبرې وشوې.
د ملګرو ملتونو سرمنشي هيله څرګنده کړې چې په افغانستان تلپاتې سوله او ثبات رامنځته شي.
بلخوا د ملګرو ملتونو سرمنشي په يوه بيانيه کې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدو هرکلى کړی دى.
نوموړي د ټولو افغانانو ستاينه کړې چې په سختو امنيتي شرايطو کې يې خپلې رايې د ډيموکراسۍ لپاره وکارولې.
د يو بل خبر له مخې، د ملي امنيت سلاکار په نيويارک کې د ترکمنستان د بهرنيو چارو له وزير راستي ميډريډوف سره هم ليدلي او پر دوه اړخیزو اړيکو يې خبرې کړې دي.
د ملي امنيت شورا وايي چې دواړو لورو پر اقتصادي همکاريو او سیمه یيز اتصال هم بحث وکړ.
login or register a new account.