Language

د پکتيا اوسېدونکي: امنيتي ځواکونه د ټاکنو په امنيت ساتلو کې بريالي و

ګردېز (پژواک، ۹ تله ۹۸): د پکتيا ولايت اوسېدونکي وايي چې امنيتي ځواکونو په ډېر ښه ډول د ټاکنو امنيت خوندي او خلکو ته يې د پراخ ګډون زمينه برابره کړه.

دوی امنيتي ځواکونه ستايي او زياتوي، دا د دې ښکارندوی ده چې ملي ځواکونه د ملي پروسو تر سره کولو توان لري.

د ګردېز اړوند د مهلن سيمې اوسيدونکی جمعه الدين وايي، ګډو افغان امنيتي ځواکونو د ټاکنو په ورځو کې د منظم پلان له مخې په مرکز او ولسواليو کې غوڅ اکثريت سيمې تر کلک امنيتي پوښـښ لاندې راوستلې وې.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل: ((هېڅ امنيتي مشکل پېښ نه شو، امنيتي ځواکونه د ټاکنو په امنیت نيولو کې ۹۵ فيصده بريالي و. اول سهار خلک کم و، خو وروسته چې له امنیتي پلوه ډاډمن شول، نو خلک هم زيات راووتل.))

د بلند منزلو ښارګوټي اوسيدونکی عبدالله وياړ وويل چې د امنيتي ځواکونو له خوا د ټاکنو په ورځو کې د مهمې ټاکنيزې پروسې او خلکو ساتل پر ملي ځواکونو د خلکو باور لا زيات کړ.

وياړ وايي:((واقعا د خوشالۍ خبره ده چې موږ اوس داسې امنيتي قوت لرو چې په هر ډول حالاتو کې د خلکو ساتنه کولی شي او په مهمو مسايلو کې د خلکو ګډون او مصونيت تضمينوي.))

د ګردېز يو بل اوسېدونکی اجمل خان ټينګار کوي چې حکومت بايد د ټولو امنيتي ځواکونو، په تېره د هوايي ځواک د پياوړتيا لپاره لا ډېرې هلې ځلې وکړي.

خان زياته کړه: ((ځمکنی پوځ، هوايي او هوايي پوځ ځمکني ته اړتيا لري، دواړه لازم او ملزوم دي. زموږ غوښتنه دا ده چې راتلونکی حکومت د ملي ځواکونو لا پياوړتيا، مسلکيتوب، هغوی ته د ټولو حقونو په وخت او سم رسېدو برخو کې لا ډېر کار وکړي او جدي واوسي.))

د پکتيا والي شميم خان کټوازی هم د امنيتي ځواکونه له خوا د امنيت ټينګښت د ښو ټاکنو تر سره کېدو اساس بولي او وايي چې ګډو امنيتي ارګانونو د ټاکنو لپاره د امنيت په ټينګولو خپل قوت ثابت کړ.

کټوازي پژواک ته وويل: ((زموږ امنيتي او دفاعي ځواکونو قرباني ورکړه، دښمن او ولس ته يې دا ثابته کړه چې د خلکو او ملي پروسو امنيت نيولی شي، سره له دې چې دښمن وروستی زور وکړ، خو بريالي نشول او ټول پلانونه يې شنډ شول. ټول خلک د امنيتي ځواکونو قدردان دي.))

د پکتيا امنيه قوماندان سمونوال محمد عثمان جانباز وايي چې پوليس او نور امنیتي ارګانونه تر پخوا پياوړي او مسلکي شوي او لا پياوړتيا او مسلکيتوب ته يې جدي کار روان دی.

جانباز زياته کړه چې امنيتي ځواکونو د ټاکنو لپاره منظم پلانونه جوړ او شپه او ورځ يې د عملي کولو لپاره هڅې وکړي، چې په خبره يې خورا بريالي و.

login or register a new account.